CRI Online
د قومونو په باب معلومات

د چين هغه قومونه چه نفوس يی له پنځو مليونو څخه زيات دی

 

د ٌ هان ٌ قوم

هان ٌ قوم د نفوسو د شمير له لحاظه د چين د شپږ پنځوسو قومونو له جملې څخه تر ټولو نه لوی قوم دی او په نړۍ کښی هم لومړی لوی قوم ګڼل کيږی٠ اوس د هان قوم وګړی څه نا څه يو مليارډ دوه سوه مليونه تنه دی٠ ٌ هان ٌ قوم د پنځو زرو کالو متمدن تاريخ ، ځانګړی ژبه او ليک دود لری٠ د دی قوم ژبه په اتو لويو لهجو ويشل کيږی ، خو د ټولو خلکو په لحاظ يوه ګډه معياری ژبه شته او دا معياری ژبه د چين ملی ژبه هم ده ٠ د هان قوم ليک دود د نړۍ له ډيرو لرغونو ليک دودونو څخه شميرل کيږی او اوس څه دپاسه اتيا زره کرکترونه لری ٠ د هان قوم ژبه اوس له بين المللی متداولو ژبو څخه شميرل کيږی٠ د هان قوم د خلکو اساسی خوراکونه له غلودانو، غوښو او سابو څخه عبارت دی، وريجی او اوړه د دوی عمده غله جات دی٠ شراب او چای د هان قوم دوه عمده شرابتونه دی ٠ چين د چايو مورنی ځای دی او په نړۍ کښی د شرابو د جوړولو په باب د تخنيکونو له لرغونو اختراع کوونو هيوادونو څخه هم شميرل کيږی ٠ د شرابو او چايو کلتورونه په چين کښی ډير لرغونی تاريخ لری٠ دا قوم زيات اخترونه لری چه عنعنوی پسرلنی اختر تر ټولو مهم او دروند جشن دی٠

 

ٌ جوانګ ٌ قوم

جوانګ ٌ قوم د چين د ملی اقليتونو له جملې څخه يو داسی قوم دی چه نفوس يی تر ټولو زيات دی او څه نا څه ١٦ مليونه تنه دی٠ دوی په عمده توګه د چين د جنوبی سيمې د ګوانګ سی د جوانګ قوم په خودمختاره سيمه کښی اوسيږی او خپله قومی ژبه او ليک دود لری٠ ٌ جوانګ ٌْ قوم د جنوبی چين اصلی محلی قوم دی او لرغونی تاريخ لری٠ په لس ګونه زره کاله مخکښی د دی قوم اسلافو د چين په جنوبی سيمه کښی ژوند کاوه٠ په ١٩٥٨ کال کښی د ګوانګ سی د جوانګ قوم خودمختاره سيمه جوړه شويده٠ د جوانګ قوم خلک په عمده توګه په کرنې بوخت دی او شولې او جواری کری٠ د دی قوم خلک له سندرې سره ډيره مينه او شوق لری او د دوی اوسيدونکی سيمې ٌ د سندرو سمندر ٌ ګڼل کيږی٠ د جوانګ قوم ښکلی اوريښمين ټوکران د دی قوم د خلکو عنعنوی لاسی مصنوعات دی٠ اصلأ د دی قوم خلک عمومأ د طبعيت او څو ارباب الانواعو پرستش کاوه ،خو له ميلادی اتمې يا نهمې پيړۍ نه وروسته بوديزم او تاويزم په وار سره د دوی اوسيدنکو سيمو ته خپور شو او په نژدی زمانه کښی کاتوليکی دين او مسيحيت هم ورته خپور شوی ، خو ورباندی قوی اغيزه نه لری ٠

 

د مان قوم

د مان قوم يو لرغونی قوم دی، نفوس يی څه ناڅه نهه مليونه نهه لکه تنه دی چه اکثريت يی د شمال ختيځ چين د لياو نين ، جی لين او هی لونګ جانګ په درو ولايتونو کښی اوسيږی او نور يی د هه بۍ، داخلی مغولستان او بيجينګ په شمول څه دپاسه لسو ولايتونو ، ښارونو او خودمختارو سيمو کښی ژوند کوی٠

د مان قوم ځانګړی ژبه لری، خو څرنګه چه له اوږدې مودې راهيسی دا قوم په بيلا بيلو ځايونو کښی د چين د لومړنی لوی قوم ٌ هان ٌ سره په ګډوډه توګه اوسيږی ، نو اوس د مان د قوم خلک عمومی د هان د قوم له ژبې يعنی د چين له ملی ژبې څخه استفاده کوی او يوازی لږ شمير سپين ږيری او سپين سرې په خپله قومی ژبه خبرې کوی ٠

په ميلادی دولسمه پيړۍ کښی د مان قوم چه په هغه وخت کښی په ٌ نيو جن ٌ ياديده، د ٌ جين ٌ په نانه سلطنت جوړ کړ او په ١٥٨٣ کال کښی د نيو جن مشر نولهاچی د دی قوم نور قبائل سره يو کړل ، د اتو بيرغونو نظام او د مان قومی ژبه يی جوړه کړه او په ١٦٣٥ کښی يی خپل قوم ته يی رسمی نوم ٌ مان ٌ ايښود ٠ په ١٦٣٦ کال کښی نولهاچی د امپراطور چوکۍ ته پورته شو او د هيواد نوم يی د ٌ جين ٌ په ځای په ٌ چينګ ٌ بدل کړ٠ په ١٦٤٤ کال کښی د ٌ چينګ ٌ پوځيان د چين له شمال ختيځ څخه د شان های ګوان قلعې لويديځې خوا ته داخل شول٠ نو په دی اثرد ٌ چينګ ٌ امپراطورۍ د ټول چين يووالی ترسره کړ او د واحد چين وروستی فيوډالی امپراطوری وګرځيدله ٠ په تاريخ کښی د مان قوم د چين د يووالی د ترسره کولو ، د خاورو د پراخولو او د چين اقتصاد او کلتور ته د انکشاف ورکولو پاره مهم خدمتونه ترسره کړيدی ٠

 

د ٌ هوۍ ٌ قوم

ٌ هوۍ ٌ قوم د چين د ملی اقليتونو څخه داسی يوازنی قوم دی چه خلک يی د هيواد په هر ولايت ،لوی ښار او خودمختاره سيمه کښی خواره واره دی ٠ اوس د دی قوم نفوس څه دپاسه نهه مليونه اته لکه تنه دی او له دی جملې څخه يو مليونه اته لکه تنه د چين د شمال لويديځ د نين شيا د خوی قوم په خودمختاره سيمه کښی اوسيږی ٠

هوی قوم د چين له لسو مسلمانو قومونو څخه شميرل کيږی، د اسلام مبارک دين د هوی قوم د سياسی ، اقتصادی ، اجتماعی او کلتوری چارو پر انکشاف باندی پراخه اغيزه کړی او د دوی د واده ، خوراک، پوښاک او د ژوند په هر دود دستور باندی هم مسلط دی٠

د ميلادی اوومی پيړۍ له نيمايی نه وروسته يو شمير فارسيان او عربان د سوداګيرۍ دپاره په وار سره چين ته راغلل او ځينی يی د تل دپاره د چين په ځينو ښارونو کښی پاتی شول چه دوی د چين د هان ، منګوليا او ويغور د قومونو له پيغلو سره ودونه وکړل او نسل په نسل زيات شول، په دی وجه د چين هوی قوم ګام په ګام وده وکړه او رامنځ ته شو٠

د هوی د قوم خلک د هان قوم ژبه يعنی د چين ملی ژبه وايی او په ليکنه کښی هم د هان قوم له کرکترونو او ليک دود څخه استفاده کوی، خو په ورځنی ژوند او مذهبی فعاليتونو کی ځينی عربی او فارسی کلمې هم استعمالوی٠ د ميلادی ١٤ مې پيړۍ له پای نه د شلمې پيړۍ تر لومړيو کلونو پوری د چين اسلامی پوهانو د اسلامی اصولو سره سم په لرغونی چينی ژبه قران کريم ترجمعه کړی او د چينی ژبې په دوو کرکترونو << چن>> او << جن >> سره يی د اسلام د کلمې معنی او مترادف رايج کړيدی٠ په چينی ژبه کښی << چن >> د پاکوالی معنی او << جن >> د حقيقت معنی لری، يعنی د دوی په نظر اسلامی دين هم پاک او مطهر او هم په حقيقت ولاړ دی ٠ د هوی قوم مسلمانان هم په خپل قول او عمل کښی << پاکوالی>> او << حقيقت >> ته د يوه لارښود اصل په توګه اهميت ورکوی او کوشش کوی چه د ژوند په هره معامله کښی رښتينی او صادقان پاتی شی او له هيچا سره ټګی او برګی و نه کړی او په شخصی ژوند کښی هم د اسلامی اصولو ښه پيروی وکړی٠

د چين د هوۍ قوم اقتصادی او سوادی سويه نسبتأ لوړه ده او د دی قوم هيوادوالو د چين د تاريخ د انکشاف دپاره ستر او مهم رول لوبولی دی ٠

 

د مياو قوم په باب معلومات

مياو قوم د چين يو لرغونی قوم دی او نفوس يی څه نا څه اته مليونه نهه لکه څلويښت زره تنه دی چه اکثريت يی د چين د جنوب لويديځ د ګوۍ جو او يون نان په ولايتونو او د جنوبی چين د هو نان په ولايتونو کښی اوسيږی٠ دا قوم خپله ژبه لری او ليک دود يی په ١٩٥٦ کال کښی د لاتينی حروفو پر اساس جوړ شويدی٠

د روايت له مخی، د مياو قوم اسلاف څه دپاسه پنځه زره کاله دمخه د منځنی چين د ژړ سيند په منځنی او وروستنی ناوه کښی اوسيدل، خو وروسته د جنوبی چين د يانګځی سيند منځنی او وروستنی ناوې ته په کډه ولاړل٠ په تيره اوږده تاريخی موده کښی مياو قوم د بيلا بيلو مهاجرتونو په ترڅ کښی نه يوازی د چين د جنوب او جنوب لويديځ پراخې ځمکې تر پښو لاندی کړی ، بلکه خارجی هيوادونو ته هم ورسيدل چه همدااوس په ويتنام، تائيلنډ، لاوس او ځينو اروپايی او امريکايې هيوادونو کښی هم د مياو قوم خلک ژوند کوی٠

څرنګه چه د مياوقوم د اوسيدو سيمې په ګڼوځنګلونو پټې دی، نو زياتره خلک يی خپل کورونه له لرګيو څخه جوړوی او پکښی له ښکلو ډيزانونو او نقش و نګار نه کار اخلی، دغه راز په لباس جوړولو کښی ډيره ښکلی سليقه او ذوق لری، د ښځينه لباسونو د جوړولو دپاره د سلو ډيزانونو تجربی لری چه هر يو يی جلا ښايست او ښکلا لری٠

څرنګه چه د مياو قوم د اوسيدو سيمې ډيرې پراخې او هر طبيعی چاپريال يی له بل نه پوره جلا دی، نو د دوی د زراعتی حاصلاتو ډولونه او د خلکو د ژوندانه عادتونه هم بيلا بيل دی٠ خو عمومأ د مياو قوم د خلکو عمده خوراکونه وريجی، غنم او جواری دی٠

 

د ٌ يی ٌ قوم

د ٌ يی ٌ قوم نفوس څه دپاسه اووه مليونو اووه لکه تنه دی چه په عمده توګه د چين د جنوب لويديځ د يون نان ، سچوان او ګوۍ جو په ولايتونو او د ګوانګ سی د ٌجوانګ ٌ قوم په خودمختاره سيمه کښی اوسيږی ٠

د ٌ يی ٌ قوم خپله ژبه او ليک دود لری٠ څرنګه چه ددی قوم ځينی هيوادوال په خپلو سيمو کښی د چين له لومړی لوی قوم ٌ هان ٌ سره يو ځای اوسيږی ، نو دوی د هان قوم له ژبې يعنی د چين له ملی ژبی څخه استفاده کوی٠ د ٌ يی ٌ قوم د اکثرو خلکو مذهبی عقيده د طبعيت او اسلافو پرستش کول دی او ځينی خلک يی پر تاويزم او بوديزم باندی عقيده لری٠ دا قوم ډير لرغونی تاريخ لری او څه دپاسه دوه زره کاله مخکښی د دی قوم اسلافو د يون نان او ګوۍ جو په لوړی او د جن شا او لان څانګ سيندونو په غاړو کی ژوند کاوه٠ د ٌ يی ٌ قوم په تاريخ کښی د غلامۍ نظام عملی شو٠ په ١٩٤٩ کال کښی د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو نه وروسته د دی قوم د اوسيدو په سيمو کښی ديموکراتيک اصلاحات ترسره شوی او د غلامۍ نظام پوپنا شويدی ٠

 

د مغول قوم

د ٌ مغول ٌ د قوم نفوس څه دپاسه پنخه مليونو اته لکه تنه دی او په عمده توګه د چين د داخلی مغولستان په خودمختاره سيمه کښی اوسيږی او نور يی د چين د شمال لويديځ د شينجيانګ په خودمختاره سيمه او د چينګ های او ګان سو په ولايتونو او د شمال خيتځ د لياو نين ، جی لين او هی لونګ جيانګ په ولايتونو کښی ژوند کوی٠ دا قوم خپله ژبه او ليک دود لری٠

ٌ منګول ٌ د چين د ٌ تانګ ٌ د سلسلې يعنی په ميلادی اوومه يا اتمه پيړۍ کښی يوازی د يوې قبيلې نوم ؤ٠ په لومړی وخت کښی دی قبيلې د چين او روسيې د سرحدی سيند ٌ ايرګونا ٌ په ناوه کښی ژوند کاوه او وروسته ګام په ګام لويديځې خوا ته په کډه تلله٠ په دی ترڅ کښی د بيلا بيلو قبايلو ترمنځ د نفوسو، ژويو او مالونو د تالا کولو دپاره مسلسلې جګړې وشوې٠ په ميلادی ١٢٠٦ کال کښی د مغول د قبيلې مشر چنګيز د منګوليا سلطنت يی جوړ کړ ، وروسته له هغه چنګيز د مغول د قوم بيلا بيل قبائل يو کړل او د چين يووالی ترسره کړ ٠ د چنګيز لمسی خوبيرل د ٌ يوان ٌ سلسله جوړه کړی وه ٠ د مغول د قوم اکثر خلک پر لامايی دين باندی عقيده لری٠ دی قوم د چين په سياسی، اقتصادی ، علمی او تخنيکی ، نجومی ، کلتوری ، هنری او طبی ساحو کښی ستر خدمتونه ترسره کړيدی ٠


1 2 3 4 5