CRI Online
د قومونو په باب معلومات

د چين قومی پاليسی

 

چين يو واحد او زيات قومونه لرونکی هيواد دی٠ د چين حکومت د بيلا بيلو قومونو د مساوات ، يووالی او متقابلې مرستې په باب قومی پاليسی اجرا کوی، پرمذهب باندی د ازادې عقيدې په باب د ملی اقليتونو د حق او د دوی د دودونو درناوی او حمايت کوی٠

د ملی اقليتونو د سيمه ايز خودمختاريت نظام د چين يو مهم سياسی نظام دی٠ د دی نظام معنی دا ده چه د دولت تر متحدی لارښوونې لاندی د ملی اقليتونو د ګڼ شميرخلکود اوسيدو بيلابيل ځايونه سيمه ايز خودمختاريت عملی کوی، خودمختار ارګانونه جوړوی او له خودمختارو حقوقوڅخه برخوردار دی٠ دولت دغه کارونه تامينوی چه د ملی اقليتونو په خودمختارو ځايونو کښی د محلی ځايونو د حقيقت له مخی د هيواد د قوانينو او پاليسيو تطبيق شی، په زياتی اندازې سره د ملی اقليتونو د بيلا بيلو درجو کادران، ډول ډول مسلکی ماهران او فنی کارګران وروزل شی او د دغو ځايونو د بيلا بيلو قومونو خلک د ټول هيواد له خلکو سره يو ځای د چين د کمونست ګوند تر لارښوونې لاندی په پوره طاقت سره په سوسياليسی عصری ابادۍ لاس پوری کړی تر څو چه د ملی اقليتونو د خودمختارو ځايونو اقتصاد او کلتور چټک انکشاف ومومی او دغه ځايونه له يووالی او سعادتمنۍ څخه ډګ شی٠

د لس ګونو کالو په واقعی کارونو کښی د چين واکمن ګوند يعنی د چين کمونست ګوند د قومی مسئلې په باب يو لړ اساسی نظرونه راپيدا کړی او يو لړ روښانه پاليسۍ يی جوړې کړيدی چه عمده ټکی يی په دی ډول دی :

د قومونو پيدا کيدل، انکشاف او له منځه تلل يو ډير اوږد تاريځ بهير دی او قومی مسئله به د اوږدی مودې دپاره موجوده وی٠

سوسياليستی مرحله د بيلا بيلو قومونو د ګډې سعادتمنۍ او سمسورتيا موده ده، د مختلفو قومونو ګډ عوامل د پر له پسی زياتيدو په حال کښی دی ، خو د دوی ځانګړی خصوصيتونه او توپيرونه به هم په مداومه توګه وجود ولری٠

قومی مسئله د ټولنيزو عمومی موضوعاتو يوه برخه ده، قومی مسئله يوازی د ټولو ټولنيزو موضوعاتو د حل وفصل په بهير کښی ګام په ګام حليدای شی او په اوسنی مرحله کښی د چين قومی مسئله يوازی د سوسياليستی ابادۍ په ګډو چارو کښی ورو ورو حليدای شی٠

د چين ټول قومونه چه که نفوس يی زيات يا لږ وی، تاريخ يی اوږد يا لنډ وی او که د پرمختګ سويه يی لوړه يا ټيټه وی ، د هيواد د تمدن دپاره يی خدمتونه ترسره کړيدی او بايد سره مساوی وی٠ د بيلا بيلو قومونو خلک بايد خپل منځی ستر يووالی پياوړی کړی او د خپل هيواد وحدت وساتی ٠

په کوشش سره اقتصاد ته انکشاف ورکول د سوسياليزم اساسی دنده ده او په اوسنی مرحله کښی د چين د قومی کارونو اساسی وظيفه هم ده٠ بيلا بيل قومونه بايد يو له بل سره مرسته وکړی تر څو چه ګډ ترقی او سعادتمنی ومومی٠

د ملی اقليتونو سيمه ايز خودمختاريت د چين د قومی مسئلې د حل د پاره اساسی نظام دی٠

د ملی اقليتونو د زياتو هغو کادرانو روزل چه غوره اخلاق او ښه استعدادونه ولری، د قومی کارونو د ښه کولو او د قومی مسئلې د حلولو دپاره د کلی اهميت لری٠

قومی مسئله او مذهبی مسئله په ځينو ځايونو کښی نه جلا کيږی ، نو د قومی مسئلې د حل په وخت کښی هم بايد په هراړخيزه او سمه توګه د دولت مذهبی پاليسی تطبيق شی٠

برسيره پر دی ، د چين حکومت د ملی اقليتونو د سيمو د اقتصادی، کلتوری او تعليمی چارو د پرمختګ د پرمخبيولو او د متدينانو په شمول د ملی اقليتونو د ګڼ شمير خلکو د مادی او کلتوری ژوند د سويې د لوړولو په عين وخت کښی د ملی اقليتونو د مذهبی عقيدی احترام کولو او د دوی د قومی کلتوری ميراثونو ساتلو ته هم ستر اهميت ورکوی او د مذهبی کلتور په شمول د مختلفو قومونو د کلتوری ميراثونواو ولسی هنرونو د تحقيقاتو کولو، راغونډولو، تنظيمولو، څيړلو او چاپولو دپاره کوششونه کوی٠ دغه راز د چين حکومت هم تل د زياتو پيسو په مصرفولو سره د ملی اقليتونو د سيمو هغه جوماتونه ،معبدونه، کاليساوې او نور مذهبی تاسيسات ساتی او ترميموی کوم چه مهم تاريخی او کلتوری ارزښتونه لری٠


1 2 3 4 5