CRI Online
د قومونو په باب معلومات

د چين هغه قومونه چه نفوس يی له يو لکو تنه څخه کم دی

 

د چين له ملی اقليتونو څخه د شلو قومونو نفوس له يو لکو تنو څخه کم دی٠ د دوی نومونه په دی ډول دی : بلانګ ، تاجک، اچانګ، پومی، عوينکی، نو، جينګ، جينو، ده عانګ، باو ان، روسيه، يوګور، ازبک، موينبا، اوروچن، دولونګ، تاتار، هه جه، ګاو شان او لهوبا٠

 

د لوه با قوم

د لوه با قوم د چين يو تر ټولو کوچنی قوم دی چه وګړی يی له درو زرو تنوڅخه هم کم دی، دوی په عمده توګه د چين د تبت د خودمختارې سيمې په جنوب ختيځ کښی اوسيږی٠ لوه با اصلأ د تبتی قوم د خلکو لخوا د تبت د جنوب ختيځ پراوسيدونکو باندی کيښودل شوی لقب دی او معنی يی ٌ د جنوبی خوا خلک ٌ دی٠ د لوه با قوم خپله ژبه لری، خو قومی ليک دود يی نشته او دوی عمومأ د تبتی قوم له ليک دود څخه استفاده کوی٠ خلک يی پر څو ارباب النواعو او تبتی بوديزم باندی عقيده لری ٠

په ١٩٤٥ کال کښی د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو نه وروسته د لوه با قوم خلک د قومی مساوات له حقوقو څخه برخوردار دی او د چين د مرکزی حکومت او د هيواد د بيلا بيلو قومونو په قوی مرسته يی د عصری توليد په لار کښی ګامونه پورته کړی او اقتصاد او کلتور يی چټک انکشاف موندلی دی٠

 

ٌ دولونګ ٌ قوم

د ٌ دولونګ ٌ قوم نفوس څه دپاسه اووه زره څلور سوه تنه دی او د چين د جنوب لويديځ د يون نان په ولايت کښی د ګونګ شان په نامه د ٌ دولونګ ٌ او ٌ نو ٌ قومونو د خودمختارې ولسوالۍ په اړه د ٌ دولونګ ٌ سيند د درې په سيمه کښی اوسيږی٠ دا قوم ځانګړی ژبه لری ، خو قومی ليک دود نه لری ، خلک يی د څو ارباب الانواعو او طبعيت پرستش کوی٠ پخوا د دی قوم ټولنيز توليدی قوت ډير ټيټ و چه د لرګيو او باڼسو له وروسته پاتی او ساده وسائلو څخه په استفادې سره به يی په زراعتی توليدی چارو لاس پوری کوله او د وحشی شيانو ټولول ، کب نيول او ښکار کول هم د دوی توليدی کارونه وو٠ په ١٩٤٩ کال کښی د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو نه وروسته د ٌ دولونګ ٌ د قوم دا وروسته پاتی حالت په پوره توګه بدل شويدی٠ د دی قوم خلک زحمتکښان او ميلمه پالوونکی دی، دوی د دوستانو ترمنځ دوستۍ ته ستر اهميت ورکوی ، کله چه يو کور مشکلات لری، ټول کليوال ورسره مرسته کوی ، کله چه يو وحشی ژوی ښکار شوی، ټول هغه خلک چه په ښکاری کښی يی برخه واخيستله، يوه برخه ترلاسه کولای شی٠دوی متقابل اعتماد ته په درنه سترګه ګوری ، د ژمنې وفا کوی او غوره اخلاقی نظرونه لری ٠ دا چه په شپه د خپل کور دروازه نه تړی او د نورو خلکو شيان نه خپلوی، د ٌ دولونګ ٌ قوم عنعنوی غوره اخلاق دی ٠

 

د ٌ جينو ٌ قوم

د چين د ٌ جينو ٌ قوم نفوس څه نا څه شل زره تنه دی او په عمده توګه د چين د جنوب لويديځ د يون نان ولايت په اړه د شی شوانګ بان نا د خودمختارې لويې ولسوالۍ پر يوه لوی غر باندی اوسيږی ٠ دا قوم ځانګړی ژبه لری، خو قومی ليک دود يی نشته ٠ ٌ جينو ٌ د دی قوم په ژبه کښی د ماما د احترام معنی لری٠

د ٌ جينو ٌ قوم پر څو ارباب الانواعو باندی عقيده لری او د طبعيت او اسلافو پرستش کوی٠ د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو څخه وروسته د دی قوم خلک په مستقيمه توګه د قبل التاريخ ټولنې له وروستی مرحلې څخه سوسياليستی ټولنې ته داخل شوی او په پوره توګه يی له پخوانی وروسته پاتی توليدی شکل سره مخه ښه کړی او د دوی د اوسيدو د سيمې څيره بيخی نوی شويده ٠ اوس د جينو له قوم څخه زيات مامورين ، ډاګټران ، سوداګران او د کرنې علمی او تخنيکی کارکوونکی روزل شويدی ٠

 

د ٌ اوروچن ٌ قوم

د ٌ اوروچن ٌ د قوم نفوس څه دپاسه اته زره تنه دی او په عمده توګه د چين د شمالی برخی د داخلی مغولستان د خودمختارې سيمې په اړه د اوروچن په خودمختاره ولسوالۍ او شاوخوا ولسواليو او د چين د شمال ختيځې سيمې د هيلوجيانګ د ولايت په ځينو ځايونو کښی اوسيږی٠ د ٌ اوروچن ٌ قوم خپله ژبه لری ، خو قومی ليک دود نه لری او عمومأ د چين د ملی ژبې له ليک دود څخه استفاده کوی٠ د دی قوم خلک د سامان پر دين باندی عقيده لری او د اسلافو او طبيعی شيانو پرستش کوی ٠ پخوا د ٌ اوروچن ٌ د قوم خلک نسل په نسل په غرونو او ځنګلونو کښی ښکار کاوه او دائمی استوګنځی يی نه درلود ٠ د دی قوم هر نارينه د اس د سپرلو او د ښکاری ټوپک د ډزې کولو په برخه کښی لوی لاس لری ٠ خو څرنګه چه د شملی پيړۍ له اتمې لسيزې څخه په چين کښی د وحشی ژويو د ساتلو په باب قانون تطبيق شوی ، نو د ٌ اوروچن ٌ د قوم هيوادوالو په پوره توګه له ښکار څخه لاس اخيستی ، خپل دائمی کورونه يی جوړ کړيدی٠ اوس دوی د ژويو په روزنې او کرنې لاس پوری کوی٠ ځکه چه دا قوم پخوا ښکاری قوم ؤ ، نو د دوی ژوند او کلتوری هنر د ښکاريانو له خصوصيتونو څخه ډک دی٠ د هوسيو او ګوزونو په شمول د ژويو غوښې د دوی عمده خوراکونه دی، د دوی لباسونه عمومأ د ژويو له پوستکو څخه جوړيږی، د دی قوم ښځې د هوسی له پوستکو څخه د کاليو او خوليو د ګنډلو په برخه کښی ډير ښه مهارت لری٠

 

د چين د تاتار قوم

د تاتار قوم نفوس څه نا څه پنځه زره تنه دی چه په عمده توګه د شمال لويديځ چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختارې سيمې د عولجا ، چوچاک او وروموچۍ په ښارونو کښی اوسيږی او خپله قومی ژبه او ليک دود لری٠ خو څرنګه چه د تاتاری قوم خلک د ويغور او قزاق د قومونو له خلکو سره ګډ اوسيږی او نژدی اړيکی ورسره لری، نو په ورځنی ژوند کښی هم د دغو دوو قومونو له ژبو او ليک دودونو څخه استفاده کوی٠د تاتار قوم خلک د اسلام پر مبارک دين باندی عقيده لری٠ د دی قوم اسلاف د ٌ ترکيې ٌ په نامه د چين د شمالی خوا د يوه سلطنت په اړه د تاتار له قبيلې څخه راغلی وو ٠ د نولسمې پيړۍ په پيل کښی د روسيې يو تاتاران د چين شينجيانګ ته راغلل او له دوهمې عمومی جګړې نه وروسته د روسيې يو شمير تاتاری سوداګران او دينی ملايان هم ورو ورو شينجيانګ ته داخل شول ٠ نو دغه تاتارانو د چين د تاتار قوم تشکيل کړيدی٠ د کليو تاتاران په عمده توګه په مالدارۍ بوخت دی٠ د تاتارانو اکثر منورين او ښوونکی په ښارونو او ښارګوټو کښی اوسيږی او د چين د شينجيانګ د تعليمی چارو دپاره يی وتلی خدمتونه ترسره کړيدی ٠

 


1 2 3 4 5