CRI Online
تبت اقتصاد

د تبت زراعت

د تبت په زراعتی چارو کښی مالداری مهم مقام نيسی او کرنه او مالداری برابر اهميت لری ٠ کرنې يی د لوړو او سړو سيمو د کرنې خصوصيت لری او د بيلا بيلو ځايونو په کرنه کښی يی څرګند توپير شته ٠ د تبت کښتونه په عمده توګه په هغو درو کښی کرل کيږی کوم چه طبيعی شرائط يی نسبتأ ښه دی، تبتی غنم د تبت عمده کښت دی ، غنم ، شړشم او مټر هم کرل کيږی او شولې او جواری هم په تبت کښی لږ ليدل کيږی ٠ د تبتی غنمو د کرلو مساحت پراخ دی او د تبت په هر ځای کښی کرل کيږی ٠ څرنګه چه دا کښت له سړی هوا سره مقاومت کولای شی ، نو په هغو پراخو ځايونو کښی کرل کيږی کوم چه له سمندری سطحې نه له دوه زرو پنځه سوو مترو څخه تر څلور زرو پنځه سوو مترو پوری لوړ دی ٠


1  2  3  4  5