CRI Online
تبت اقتصاد

له تبت سره د چين د نورو ځايونو مرستې

تبت ٌ د نړۍ بام ٌ ګڼل کيږی، د تاريخی او طبيعی عواملو د محدوديت په اثر په تيره اوږده موده کښی د دی سيمې اقتصادی او ټولنيز انکشاف وروسته پاتی ؤ ٠ په ١٩٩٤ کال کښی د چين مرکزی مقاماتو له تبت سره د مرستې په باب دريمه غونډه جوړه کړه او په هغه کښی يی پريکړه وکړه چه د هيواد بيلا بيل ځايونه دی د تبت له أبادۍ سره د مرستې دپاره په تبت کښی د کرنې ، مالدارۍ، ځنګلدارۍ ، انرژۍ، ترافيک ، پوست او مخابراتو دوه شپيته پروژې جوړې کړې٠ په دغو پروژو کښی د پانګې اچونې عمومی اندازه له اته سوو شپيتو مليونو ژن مين بی يوانو څخه اوښتی ده ٠ تر اوسه پوری دغه پروژې په پوره توګه بشپړې شوی او په کار لويدلی دی چه ډير ښه اقتصادی او ټولنيز موثريت يی رامنځ ته کړيدی ٠

د نوموړو پروژو د جوړيدو په اثر د تبت د اقتصادی انکشاف د پرمخبيولو په عين وخت کښی د تبت د لوړې د خلکو د ژوند هغو عادتونو هم ښه بدلون موندلی دی کوم چه له سل ګونو سل ګونو کالو راهيسی نه و بدل شوی ٠ اوس د تبت د خودمختارې سيمې په مرکز لاسا کښی ښاريان هره ورځ زيات تلويزونی پروګرامونه ليدلای شی، د تبت د ختيځې سيمې د درو سيندونو په ناوو کښی د کرنې د عمومی أبادۍ په اثر هلته شاړې مځکې په سمسورې واحې بدلې شويدی، د تبت د جنوبې سيمې په ښوونځيو کښی څو پوړيزی تدريسی ودانی جوړې شوی او د بزګرو اولادونه پراخو او روښانه درسخانو ته ننوتلی دی، دغه راز د لاسا د بودالا د ماڼۍ په ميدان کښی چه په ګرانيتو هوار شوی، تل رنګارنګ بيرغونه رپيږی او بی شمير ښاريان او سياحان هلته سيل کوی، دا ميدان نړۍ ته د تبت د ښکلی څيرې د ښودلو کړکۍ ګرځيدلی ده ٠


1  2  3  4  5