CRI Online
تبت اقتصاد

ځنګلداری

په تبت کښی د ځنګلونو مساحت څه نا څه شپږ مليونو دری لکو هکتارو ته رسيږی او د دی خودمختارې سيمې د خاورې د عمومی مساحت په سلو کښی پنځه برخه نيسی او د چين د ټول هيواد له منځنی سويې څخه ډير کم دی٠ خو په ټول تبت کښی د لرګيو زيرمه څه دپاسه يو مليارډو څلور سوه مليونو مکعب مترو ته رسيږی او د چين په ټولو ولايتونو او خودمختارو سيمو کښی دوهم مقام نيسی ٠ د تبت د ځنګلونو منابع په متمرکزه توګه د يالوبوځانګبو د سيند په منځنی او وروستی ناوه ، د هيمالايا د غرونو په جنوبی ناحيه او د تبت د ختيځې سيمې د درو په ناحيو کښی موجودی دی او د ونو ډولونه يی زيات دی او د ودې سرعت يی چټک دی ٠

تبت د ايکولوژۍ أبادۍ ته ډير ستر اهميت ورکوی او د دولت او ولايت په درجو د طبيعی چاپيريال د ساتنې اتلس خاصې سيمې جوړې شويدی او د دغو خاصو سيمو مساحت د تبت د خاورې د مساحت په سلو کښی څلويښت برخه نيسی ، نو په دی اثر د تبت د لوړو غرنيو سيمو ايکولوجيکی چاپيريال او په ښارونو او کليو کښی يی د ژوند چاپيريال په ښه شان سره ساتل شويدی٠ اوس د تبت ايکولوژۍ په اساسی توګه په اصلی حال کښی ده او د دی سيمې د چاپريال د ساتنې حالات په چين کښی تر ټولو ښه دی ٠


1  2  3  4  5