CRI Online
تبت اقتصاد

مالدارۍ

مالداری د تبت د زراعتی اقتصاد عمده تشکيلاتی برخه ده ، لرغونی تاريخ لری او د انکشاف ښه راتلونکی هم لری ٠ د تبت په ټوله خودمختاره سيمه کښی د طبيعی څړځايونو عمومی مساحت دوه اتيا مليونو هکتارو ته رسيږی چه له دی جملې څخه څه دپاسه شپږ پنځوس مليونه هکتاره چمنونه د استعماليدو وړ دی او د ټول چين د څړځايونو په سلو کښی شل برخه نيسی ٠ تبت د چين د مالدارۍ له پنځو عمده سيمو څخه شميرل کيږی ٠ د تبت د څړځايونو په سلو کښی څه دپاسه نوی برخه د لوړو غرونو چمنونه دی او واښه يی د ژويو د پاره لوړ غذائی ارزښت لری ٠

د تبت د مالدارۍ توليدی ارزښت د زراعتی چارو د عمومی توليدی ارزښت په سلو کښی څه نا څه شپيته برخه نيسی ٠ خژګاو ، تبتی پسونه ، تبتی وزې د تبت عمده حيوانات دی او له دی جملې څخه د خژګاونو شمير يی تر ټولو زيات دی٠ خژګاو د لوړو غرنيو سيمو ځانګړی ژوی دی چه له سړې هوا او د هيدورجن له کموالی سره مقاومت کولای شی ٠ خژګاو ٌ د فلات بيړۍ ٌ ګڼل کيږی او د ترافيکی وسيلې په توګه استعماليدای شی ٠ د خژګاو د شيدی او غوښو توليدی اندازه لوړه ده ٠ تبتی پسونه هم له سختې سړې هوا او وچکالۍ سره مقاومت کولای شی، د دغه پسونو له روزلو څخه زياتې اقتصادی ګټې ترلاسه کيدای شی٠ د تبت په هر ځای کښی ډير زيات داسی پسونه روزل کيږی ٠


1  2  3  4  5