CRI Online
تاريخی کيسې

د ( تايوان ) د بيلا بيلو ځايونو نومونه

په تاريخ کښی ( تايوان ) ته د ( ايی جو )، ( ليو چيو ) ، ( دونګ فان ) او ( دا يوان ) نومونه ورکړی شوی ؤ ٠ وروسته خلکو د تايوان د خصوصيتونو سره سم ور ته نور زيات ښکلی نومونه هم ور باندی ټينګ کړی ؤ ٠ د بيلګی په توګه د قيمتی محصولاتو ټاپو ، د ښکلی ګل ټاپو ، پسرلنی ټاپو ، د بوراګانو ټاپو ، مرجانی ټاپو او شيرينی ټاپو ٠ اروپايی استثمارچيانو ور ته ( فوموسا) يعنی ښکلی ټاپو او د ماهيګيرانو ټاپو نومونه ورکړل ٠

د ( تايوان ) د ټاپو منظره ډيره ښکلی ده او د بيلا بيلو ځايونو نومونه يی هم په زړه پوری دی ٠ ځينو کسانو د دی ټاپو د مختلفو ځايونو د نومونو په راټولولو سره دوه بيتونه جوړ کړل چه له يوه بيت څخه د تايوان د سمسورو غرونو ، باغبانی هنر ، رڼو اوبو او پاک جهيل په شمول ښکلی منظره ، د مرغانو د خوږو اوازونو او د خلکو د مينی نه ډک تاوده احساسات او ښايسته شعری خاطری رابرسيره شوی دی ٠ او په بل بيت کښی د مختلو ځايونو خاص او مشهور خوراکونه او ډول ډول ښکلی ګلان راياد شوی دی ٠

په ريښتيا ( تايوان ) دغه ښکلی قيمتی ټاپو د خلکو خورا زياته علاقه ځانته راجلبوی


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10