CRI Online
تاريخی کيسې

د چين د نومونو په باب فرهنګ

هر څوک دنيا ته د راتګ په وخت کورنی نوم او خپل ځانګړی نوم ترلاسه کوی چه وروسته دغه نوم يی په خپلو ټولو ټولنيزو فعاليتونو کښی شريک وی څو چه د ځان نمايندګۍ وکړی شی او له نورو سره د تميز کولو دپاره واقعی رول ولوبول شی ٠خو د لرغونی چين په ټولنه کښی د نومونواهميت له دی نه زيات و ٠

د تاريخ په اوږده زمانه کښی د چين د نومونو فرهنګ د چينی ملت په مادی او روحی ژوندانه کښی زيات اهميت درلود او په سياسی ، ثقافتی او ټولنيزو فعاليتونو او نورو ساحو کښی يی خورا مهم رول ولوباوه٠ د لرغون پيژندنی له اسنادو نه تصديق شوی دی چه چينايانو هان د يو مليونو کلونو نه مخکښی په خپله لرغونی خاوره کښی ژوند تيراوه ٠ خو د کورنی د نومونو تاريخ يی د ٥ او ٦ زرو کالو نه مخکښی د ميندو په قبايلی ټولنه کښی ټينګ شوی دی ٠ په هغه تاريخی ټولنه کښی ښځو د قبائلی چارو په اداره کولو کښی لارښوونکی رول ولوباوه ٠ په عين وخت کښی د قبائلو ترمنځ د نکاح کولو نظام ټينګ ؤ ٠ حال دا چه په خپله قبيله کښی دهلکانو او نجوڼو ترمنځ د واده کولو اجازه نه وه ٠ د همدغه نظام سره سم يوه پوښتنه رامنځ ته شوه چه ايا کومه قبيله زما له قبيلی سره مستقيمه سکه اړيکه لری ؟ چه دغه پوښتنه بايد ژر حل کړی شي ٠ نو قبايلی نوم په همدی پس منظرکښی رامنځ ته شو او له دی لاری سکه روابط لرونکی قبايل و پيژندل شول ٠

د ( چينګ ) په شاهی دوره کښی د پوهاند ( ګوايان وو ) د څيړنی سره سم په چين کښی ٢٢ کورنی نومونه تر نورو نه لرغونی تاريخ لری ٠ او دا امکان شته چه نور زيات شمير قبايلی نومونه د خپی قبيلی په له منځه تللو سره هم د تاريخ په څپاندو اوبو کښی ورک شوی ؤ ٠ په عين وخت کښی هغه قومی نومونه چه تر اوسه ساتل شوی دی ، هم يی زيات بدلونونه موندلی دی ٠ تقريباٌ ٤ يا ٥ زره کاله دمخه چينايان د ميندو د ټولنی څخه د پلرونو ټولنی ته داخل شول او له قبائلی ټولنی څخه يی د طبقاتی ټولنی په لوری قدمونه واخستل ٠ په دی انتقالی دوره کښی يوه اساسی نښه دا وه چه د هغو قبائلو تر منځ اغيزی او مجادلی چه ددوی تر منځ سکه اړيکی نه وی ، مخ په زياتيدو وی ٠ او په اخر کښی د مشرتابه قبائل چه په جګړه کښی يی غلبه موندلی او مظلوم قبايل چه په جګړه کښی مغلوب شوی وټاکل شول او په دی وجه د طبقاتی ټولنی نيالګۍ راپيدا شوی ٠ او ورسره جوخت هغه ټولنيزو غړو چه زياتی کارنامی يی ټينګی کړی دا انعام ترلاسه کړ چه په جګړه کښی د مغلوب شويو قبايلو خاوره ونيسی او دوی ته هم اجازه ورکړه شوه چه د خپلو کورنيو غړو او وابسته ملګرو او حتی نيول شويو جنګی اسيرانوسره يو ځای نوی خاوری ته لاړشي څو چه په ګډه سره د ژوندانه نوی سيمه اباده کړی ٠ دغه ټولنيز غړی د يو شمير قبايلو څخه عبارت ؤ ٠ دوی د نويو سيمو د ترلاسه کولو نه علاوه د خپلو سيمو په اړه نوی سمبول يعنی نوی قومی نوم ترلاسه کړ ٠

د ميلاد نه دمخه په ٣ مه پيړۍ کښی چه د ( چين ) امپراطور د هيواد وحدت ترسره کړ د بيلا بيلو قبائلو نومونه هم واحد شول او په وروستيو څه دپاسه ٢٠٠٠ کلنه فيوډالی ټولنه کښی امپراطوری سلسلی په لس ګونو وارو بدلی شوی او په هر بدلون کښی د ملوک الطوائفانو له خوا نوی مځکی ونيولی شوی او په دی نويو مځکو کښی نوی کورنی نومونه وټاکل شول ٠ نوځکه کورنی نومونه په ټولنه کښی د طبقاتی قومونو سمبول وګرځيد او د نومونو په مرکزيت خاص فرهنګ هم رامنځ ته شو او دغه فرهنګ نسل په نسل جاری وساتل شو ٠ خو د خپلو نيکه ګانو د لټولو او د اصلی قومونو د پيژندلو په هکله د چينايانو قوی نيت د دغه موضوع زړی بلل کيږی ٠

تر اوسه پوری هغه چينايان چه په خارج کښی اوسيږی دا عنعنات يی ساتلی دی چه د چين په لويه وچه کښی د خپل اصلی قوم د پيژندلو دپاره هلی ځلی کوی ٠ په دی وروستيو کلونو کښی د چين د قبايلی نومونو په باب فرهنګ د چين د لرغونی ټولنی د خاصو تاريخی محصولا تو په حيث د چينايی خلکو په نزد يوه داسی غنی خزانه بلل کيږی چه دوی به په نوی نظر ور څخه د چينی ملت لرغونی تاريخ وڅيړی او مطالعه وکړی ٠ مثلاٌ د قبائلی نومونو د رامنځ ته کيدو،د نومونو سره سم د قبايلو د تميزکيدو او بيا يو ځای کيدو په باب د څيړنو له لاری به د هيواد په لری قديمی دوره کښی د بيلابيلو ټولنيزو شکلونو د بدلولو په باب خاصيتونه ښه و پيژندل شی اوخلک به له دی لاری په لری لرغونی ټولنه کښی د ټولنيز پرمختګ او د خلکو په ژوندانه کښی د قبائلو تر منځ د ټينګ شويوسکه اړيکو له خوا لوبول شوی مهم رول څرګند کړی ٠ لنډه دا چه د چين په لرغونی ټولنه کښی يو لړ خاصيت د بيلګی په توګه د مستبد نظام ، په کورنی شکل تولنيز جوړښت او امپراطور ته د وفادارۍ او خپلو نيکه ګانو او پلرونو او ميندو ته د احترام ورکولو په زړی اخلاقی تيوريکی مفکورو او عملونو په باب اصول او قاعدی د قبايلی نومونو په باب د فرهنګ څخه پوره څرګند شول چه دا د علم پوهانو له خوا د مخ په زياتيدونکی توجه او پاملرنی وړ وګرځيد ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10