CRI Online
تاريخی کيسې

د هډوکو ستنی او د سنيګار سامانونه پيدا شول چه د ( شان دينګ دونګ ) په نامه د لومړيو انسانانو له خوا جوړ شوی ؤ

تقريباٌ ٥٠ زره کاله مخکښی د زړو ډبرينو وسايلو په لری تاريخی زمانه کښی لومړيو انسانانو ستنی جوړی کړی او ورڅخه يی استفاده وکړه ٠ دغه ستنی د کوچنيو هډوکو نه جوړی شوی دی ٠ لرغون پيژندونکو په اروپا کښی د اژوينا په فرهنګی کنډواله کښی د هډوکی ستنی پيدا کړی ٠ او د جوړيدو مهارت يی ډير ټيټ و ٠ خو د چين د ( شان دنيګ دونګ ) نومی لومړيو انسانانو په کنډواله کښی د هډوکی يو ستن پيدا شو چه د جوړيدو مهارت يی د خلکو له خوا د ډيری ستاينی وړ دی ٠

د هډوکی دغه ستن ٨٢ ميلی متره او دايروی چاپيريال يی ٣ ميلی متره اوږدوالی لری چه داورلګيټ په نسبت لږ څه غټه ده ٠ ستن يی لږ څه کږه ښکاری او مخ يی هموار او سر يی تيز دی ٠ د ستنی سوری ښه ليدل کيږی او له دی نه څرګنديږی چه دغه سوری په تيزی او کلکی الی کيندل شوی دی ٠ خو متاٌسفانه د ستنی سوری خراب دی ٠

البته تارونه به حتماٌ د ستنی سره ملګری وی ٠ خو د تارونو پيدا کول يو مشکل کار دی ٠ په ١٩٣٣ م کال کښی د بيجنيک د اطرافو په غرنی غار کښی د ١٨زرو کالو نه پخوا دانسان فسيلونه پيدا شول چه د( شان دينګ دونګ ) انسان په نامه ياديږی ٠ د څيړونکو پوهانو په نظر هغه تارونه چه په لری تاريخی زمانه کښی د( شان دينګ دونګ ) نومی پخوانيو انسانانو له خوا استعماليدل ، نباتی ريښی نه دی ٠ امکان شته چه د ګوزن رباط او پله وی چه اوږدوالی يی نيم متر ته رسيږی ٠ دغه رباط او پله لکه وريښمين تارهم نرم او هم ظريف ښکاری او له دی رباط څخه جوړ شوی تارونه د کالی د ګندلودپاره مناسب دی ٠

د ستنو او تارونو په درلودلو سره کالی ګنډل کيدل ٠ نو د دی څيړنی په اساس دا استدلال ترلاسه کيږی چه دوی کالی اغوستل ٠

هان د ١٨ زرو کالو نه مخکښی د ( شان دينګ دونګ ) انسانانو دا توان درلود چه د ځان دپاره د سينګار شيان جوړ او استعمال کړل ٠ د لرغون پيژندونکو پوهانو له خوا په کنډوالو کښی غاړکۍ هم پيدا شوه چه دغه ډول غاړکۍ د دی زمانی د انسانانو له خوا په رنګارنګو ډبرو ، د حيوانانو په غاښونو اود کبانو په هډوکو جوړه او رنګ يی شوی ده ٠ او ښايی چه د رنګولو مواد به يی دسرو اوسپنو د ميده کولو نه وروسته ترلاسه کول ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10