CRI Online
تاريخی کيسې

چينايان ولی د ښامار په وارثانو وويل شول

چينايان د ښامار وارثان بلل کيږی چه دغه خبری د انسانانو په لومړی ټولنه کښی د لری قديمی زمانی د توتم او د خلکو د رواياتو څخه راغللی ٠

د روايت له مخی ( هوانګ دی ) په لری لرغونی زمانه کښی يو قومی مشر و او د لرغونی چين په منځنی سيمه کښی يی د بيلابيلو قبايلو د واحد کولو نه مخکښی خرس د خپل توتم په حيث د عبادت وړ حيوان وباله ٠ او ( څه يو) ته د ماتی ورکولو او په دی سيمه کښی د وحدت د ترسره کولو نه وروسته ( هوانګ دی ) د نورو تسليم شويو قبايلو د ارامولو دپاره د خرس په نامه ( توتم ) يعنی خپل پخوانی حيوانی سمبول پريښود او ددی په ځای يی يو نوی ( توتم ) يعنی نوی حيوانی سمبول وټاکه او دغه نوی حيوانی سمبول يی د ښامار تصوير و ٠ دغه لوی شخصيت دخپل پلار د قوم د سمبول يعنی د خرس د سمبول او دخپلی موری د قوم له خواد عبادت وړ حيوان يعنی د مار د سمبول يو ځايښت وکړ يعنی چه د خرس په سر او د مار په بدن نوی سمبول جوړ کړ ٠ اوپه دی توګه ښامار دغه اعجازی سمبول رامنځ ته شو ٠ د ښامار د سمبول د رامنځ ته کيدو څخه د چينی ملت د ودی تاريخ او د بيلا بيلو قومونو د يووالی بهير څرګند شول ٠

وروسته د ښامار دغه تصوير چه د چينی ملت د سمبول په حيث وبلله شوه ، په بيلا بيلو نقشو کښی وليدله شوه ٠ او ګام په ګام د ښامار ليک دود هم جوړ شو ٠ د کشپ پر هغو ټوټه کاسو باندی چه د ( اين شانګ ) د سلطنتی دوری د فرهنګ نمايندګۍ کوی او له مځکو نه راکښل شوی د ښامار توری کشف شوی او د لری لرغونی زمانی د کلالی بابو پر ټوټو باندی چه هم د مځکو نه راوکښلی شوی ، د ښامار نقشه وليدله شوه ٠ لږه موده مخکښی لرغون پيژندونکو د شمال ختيځ چين د ( لياو نين ) ولايت د( سينګ چا های ) له مځکو څخه په راکښل شويو لرغونو کنډوالو کښی د کلالی بابو ٢ ټوټی ترلاسه شوی چه د ښامارنقشه ور باندی حکاکه شوه او يوه يی دحرکت کوونکی ښامار نقشه ده او بله يی د تاوي شوی ښامار نقشه ٠ او د ښامار فلس ور باندی په څرګند توګه ليدل کيږی ٠

ښامار د چينی ملت د جوړيدو په ابتدايی موده کښی د توتم په حيث د عبادت وړ حيوان د سمبول په توګه ټينګ شو او چينی ملت په دی وجه هم د ښامار سره وتړل شو ٠ نو د ښامار په شاوخوا کښی داسی روايات راپيدا شول چه ښامار د اسمانی امپراطور له خوا دنيا ته استول شوی دی ٠ او داسی کيسی يی هم رامنځ ته شوی چه ويل يی و – ( ايان دی ) د يوی ( دن ) نومی نجلۍ له خوا د اسمانی ښامار په ګډه را پيدا شو ، ( هوانګ دی ) د ( فوباو ) نجلۍ او دشمالی ستوری په يو ځايښت سره وزيږول شو ٠ او( ياو ) نومی لوي شخصيت د ( چين دو ) نومی نجلۍ او د سره ښامار په ګډه رامنځ ته شو ٠ څرنګه چه په دغو رواياتو کښی د چينی ملت نيکه ګان ټول د اسمانی ښامارونو زامن ؤ ، نو البته د چينی ملت اولادونه ټول د ښامار وارثان بلل کيږی ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10