CRI Online
تاريخی کيسې

د بيجينګ په لرغونی ښارکښی نوی عجيبه منظره

بيجينګ ښار چه د( مينګ ) سلسلی د ( يونګ له ) په امپراطوری زمانه کښی يعنی له ١٤٠٣ م عيسوی کال نه تر ١٤٢٥ م عيسوی کاله پوری جوړ شو د جدی او دقيق جوړښت او با شوکته ساختمان له لحاظه يی په نړۍ کښی شهرت موندلی دی ٠ په دی وروستيو کلونو کښی علمی او فنی کارکوونکو د لری فاصلی احساس کوونکی تخنيک څخه په استفادی سره له هوا نه د بيجينګ نقشه په عکس واخستله او خلک چه ور ته په ځير شول ويی ليدل چه د بيجينګ په ښاری سيمه کښی ٢ لوی ښامارونه څملاستلی دی او پر دغو٢ ښامارونو باندی يو غټ سړی ناست دی چه منظره يی ډيره باعظمته ده ٠ په دی وجه دغه نقشه د بيجينګ ښار ٢ لويې عجيبی منظری بلل کيږی او د خلکو له خوا دحيرانتيا وړ دی ٠

خلکو له دی رنګينی نقاشی څخه وليدل چه دغه ٢ لوی ښامارونه په ملګرتيا سره له جنوب نه شمال ته حرکت کوی او له ګرد ښار څخه تيريږی او يو ښامار يی د بيجينګ د لرغونی ساختمانونو څخه جوړ شوی دی نو ځکه ور ته لرغونی ساختمانی ښامار ويل کيږی ٠ دغه ښامار د( تيان من ) له ودانی څخه په پيل سره د (جونګ ګو لاو) نومی ودانۍ پوری غزيږی ٠ د ( تيان من ) ودانی د ښامار خوله ده او ( جينګ شوی چياو )په نامه پلونه د ښامار لنډی ږيری او له ختيځ نه تر لويديځ پوری د ( چانګ ان جيی ) لوی سړک د ښامار اوږدې ږيری دی ٠ دغه راز د شاهی کورنی نيکه ګانو د عبادت کولو معبد او د ( مملکت ته د وفاداری ورکولو) د مراسمو لوی سالون د دغه لوی ښامار ٢ سترګی دی او امپراطوری ماڼۍ د ښامار بدن دی او د ( جونګ ګو لاو ) نومی ودانی د ښامار لکۍ ده ٠ علاوه په دی د امپراطوری ماڼی ٤ برجونه لکه دښامار پنجی دی چه هری خوا ته خپل طاقت څرګندوی ٠

يو بل لوی ښامار د بيجينګ د جهيلونو څخه جوړ شوی دی او ور ته د اوبو ښامار ويل کيږی ٠ د ښامار سر يی جنوبی جهيل دی او له منځنی او شمالی جهيلونو څخه يی د ښامار بدن جوړيږی او د بيجينګ په شمال لويديځ کښی د ( شه چا های ) په نامه جهيل د ښامار لکۍ ده ٠

دغه ٢ لوی ښامارونه اوږه په اوږه حرکت کوی چه منظره يی ډيره باعظمته ده ٠ ايا دا ترتيباب د بيجينګ ښار د طراحانو له خواپه دقت سره ډيزاين شوی او يا يوه تصادفی خيره ده ؟ اوس هيڅوک ور باندی توضيحات نه شی ورکولای ٠

د پيجينګ ښار يوه بله عجيبه منظره د ( جينګ شان ) غره باغبانی نقاشۍ ده ٠ دغه نقاشی لکه يو غټ سړی چه د خوب په وخت کښی په ارام زړه پر غره باندی ناست دی د ( جينګ شان ) نومی غرنی باغ اصلاٌ شاهی باغ و او د امپراطوری ماڼۍ په شمالی خوا کښی پروت دی ايا دا هم د طراحانو له خوا په دقت سره ډزاين شوی يا تصادفی ده ؟ هم يوه معما ده ٠

په بيجينګ ښار کښی ددغو عجيبو منظرو په پيدا کيدوسره په دی لرغونی ښار کښی لازيات اعجازی رنګ پوښول شوی دی ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10