CRI Online
د موسيقی بادی الې

د هاو ګوان په نامه موسيقی اله

د (( هاو)) تولکی په نامه د موسيقی الی بل نوم يی بانسی تولکه ده او د چين د کليوالی موسيقی د الی - تولکی پر اساس جوړه شوی ده . په پيل کی د چين په جنوب کی د ګوانګ دونګ ولايت د پرچون پلورونکو د مشتريانو د راجلبولو لپاره استعمال شوی يوه ډوله وسيله وه او د شلمی پيړۍ د دوهمی لسيزې تر وروستيو کلونو پوری د ګوانګ دونګ په موسيقی او محلی اوپراګانو کی په استعماليدو پيل وشو ، وروسته پرته د ګوانګ دونګ له سيمی نه ، د ګوانګ سی په سيمه کی هم خپره شوه .

د ((هاو )) تولکی جوړونه ډيره ساده ده او د بېت د سوت ، د بانسی او لرګين يا پلاستيکی يا ميسی طرم او د سورنی د خولی په ګډون له درو برخو څخه جوړيږی .

د (( هاو )) تولکې غږ له تولکې سره مشابه لری او د ملی موزيک په ارکسترا کی د منځنی او ټيټ هو په نامه د موسيقی له الو سره د همکاری له لاری د ارکسترا منځنی او ټيټ غږونکی برخه تقويه کوی .

د چين د ملی موزيک په ارکسترا کی د G اهنګ د منځنی غږ او د D اهنګ د ټيټ غږ په شمول دوه ډوله نوموړی الی زيات استعمال کيږی . د G اهنګ د منځنی غږ په اړه تولکه ٥٣ سانتی متره اوږدوالی لری او داخلی قطر يی له يو نه تر يو اعشاريه ٣ سانتی مترو پوری دی او اته بيلا بيل غږونه کيږی . د هغه په پرتله د D اهنګ د ټيټ غږ په اړه د تولکی اوږدوالی تقريبأ ٨٥ سانتی متره دی او داخلی قطر يی له يو اعشاريه ٤ نه تر يو اعشاريه ٧ سانتی مترو پوری دی . د شلمی پيړۍ په شپږمه لسيزه کی د نوموړی الی د اصلاح پر اساس د هاو په نامه نوی تولکه جوړه شوی او په دی ډول د موسيقی له نورو الو سره د همکاری نه پرته ، هم يوازی په خپله د سولو لپاره غږول کيږی


1  2  3  4  5  6  7  8