د شيايو په نامه موسيقی اله
(( شيايو )) د چين يوه ډول لرغونی بادی سازی اله ده او بل نوم يی (( دونګ شيايو )) دی او د چين د لرغونی موسيقی له الو څخه هم شميرل کيږی . هان د څو زرو کالو دمخه نوموړی اله د چين په کليوالی موزيک کی خپره شوی وه .
د (( شيايو )) په نامه د موسيقی اله چه اوس استعماليږی ، د چين د ((خان )) امپراطوری په سلسله کی موجوده وه او په هغه وخت کی ور ته د (( چيانګ )) شپيلی ويل کيده چه د چين په جنوب لويديځ کی د سی څوان او ګان سو په سيمو کی د (( چيانګ قوم د خلکو لخوا استعمال شوی اله ده . د ميلاد د مخه په لومړی پيړۍ کی د ژيړ سيند ناوې ته خپره شوه ده .
د شيايو جوړښت يی ډير ساده دی چه د بانس څخه جوړيږی ، او شکل يی له شپيلی سره مشابهت لری او يوازی له شپيلی څخه لږ څه اوږد دی .
د (( شيايو په نامه د موسيقی الی زياته ډوله لری .
د شيايو په وسيله غږول شوی أواز او غږ نری او ښکلی ښکاری او د ښايسته طبيعی منظری د ترسيمولو او د انسان د احساساتو د څرګندولو په موسيقی کی تری زياته استفاده کيږی .
|