د دبې شيايو
د دبې ((شيايو)) د چين د ملی اقليتونو بادی موسيقی اله ده او د هغو موسيقی الاتو په ډله کی شامله ده چه د چين په جنوب لويديځی سيمه کی د دای ، اڅانګ او عوا په شمول دملی اقليتونو خلک ورسره ډيره مينه لری او زيات يی استعمالوی .
د دبی شيايو د ميلاد د مخه په ٢٢١ کال کی پيدا شوی او نن ورځ که څه هم د هغی په جوړونه کی نوی والی رامنځ ته شوی ، خو په جوړښت کی يی لا هم د لرغونی زمانی د همدغسی موسيقی الی خصوصيات ساتل شوی دی .
د دبی شيايو په نامه د موسيقی الی شکل او جوړښت خپل ځانګړيتوب لری او د يوی دبی ، درو بانسی تولکو او درو فلزی ورقو څخه جوړيږی چه په منځ کی اصلی بانسی تولکه غټه او اوږده ده او ورباندی اووه سوری ليدل کيږی ، د اصلی تولکی تر څنګ نورې دوې تولکې لنډی دي .
|