CRI Online
د موسيقی بادی الې

شپيلۍ

شپيلۍ د چين يوه ډوله بادی موسيقی اله ده چه له بانس څخه چوړيږی ، او د چين په هر ګوټ کی استعماليږی او په فولکلوری ډرامو او د ملی اقليتونو په محلی اوپراګانو کی د موسيقی يوه لازمه اله ګڼله کيږی .

د شپيلۍ وزن ډير سپک او بيه يی هم ارزانه ده . نو په دی وجه د موسيقی دغه ډول اله د زياتو موسيقی مينه والو او علاقه مندانو د خوښی وړ ګرځيدلی ده .

د شپيلۍ جوړونه ډيره ساده او يوازی يوه باڼسی تولکه ده او ورباندی ټول ١١ سوری شته . نن ورځ د جنوبی چين د جه جيانګ ولايت په موزيم کی يو شمير هغې شپيلی ښی ساتل شوی دي چه د اوو زرو کالو نه مخکی د مرغانو له هډوکو څخه جوړی شوی وی . د مربوطو پوهانو په نظر دا په چين کی ډيری لرغونی شپيلی ګڼلی کيږی . تقريبأ د څلورو زرو پنځه سوو کالو په وړاندی دهډوکو د شپيلۍ پر ځای باڼسی شپيلی کارول شوی دی .

د شپيلۍ په وسيله نه يوازی هسک او اوږد اهنګونه ، بلکه پراخ او پلن اهنګونه هم غږول کيږی . دغه راز د نڅاؤ هغه ساز چه له تند او خوښ سور نه ډک دی ، او ښکلی کليوالی نغمې هم غږول کيږی . د شپيلۍ په وسيله د ښکلو اهنګونو او سازونو د غږول کيدو نه پرته ، د مرغانو د غږونو په شمول د لوي طبيعت راز راز اوازونه هم غږول کيږی .

د شپيليو ډولونه ډير دی . اوس د موسيقی په اړه د چين په پوهنځيو او ځانګړو ښوونځيو کی د شپيليو په اړوند اختصاصی مضامين لوستل کيږی .

د شپيليو په وسيله د نغمو په غږولو کی د مهارتونو په لوړتيا سره زمونږ د هيواد په جنوب او شمال کی هغه دوې هنری ډلی منځ ته راغلی دي کوم چه د غږولو سبکونه يی ډير توپير لری . د چين په جنوبی سيمه کی هنرمندان له هغی شپيلۍ سره مينه او علاقه لری چه تولکه يی نسبتأ اوږده ده . زياتی ښکلی کليوالې نغمی د نوموړو شپيليو په وسيله غږول کيږی .

د چين په شمال کی هغه شپيلی چه تولکه يی نسبتأ لنډه ده ، زيات استعماليږی او د دغه ډول شپيلۍ په وسيله غږول شوی نغمې او اهنګونه ډير قوی او لوړ دی . شپيلی په محلی اوپراګانو کی د موسيقی يوه لازمه اله ګڼله کيږی .


1  2  3  4  5  6  7  8