CRI Online
د موسيقی بادی الې

د شيون په نامه موسيقی اله

(( شيون )) د چين د موسيقی له لرغونو بادی الاتو څخه شميرل کيږی او تر اوسه پوری تقريبأ اووه زره کلن تاريخ لری .

د روايت له مخی دغه ډول موسيقی اله د(( ډبرين شهاب )) په نامه د ښکار کولو اله وه . په لرغونی زمان کی خلکو به د ښکار کولو په وخت کی د هغی دايروی ډبری په غورځولوسره چه په يوې رسۍ تړل کيدله ، مرغان او نور وحشی حيوانات ترلاسه کول .له دی امله چه د نوموړی ډبرې په منځ کی خالی و ، نو د هغې د غورځولو په ترڅ کی اواز کيدل . وروسته د خلکو لخوا د موسيقی د الی په توګه استعمال شوی ده چه نوم يی (( شيون )) دی . په پيل کی نوموړی موسيقی اله له ډبرو او هډکو څخه جوړيدله او وروسته د ډبری او هډوکی پر ځای په کلالی جوړشوی (( شيون )) استعماليږی .

دغه ډول موسيقی اله څو شکلونه لری چه په دی جمله کی د انار په څير شيون زيات ليدل کيږی . پخوانی (( شيون )) يوازی يوه سوری درلوده او وروسته څو سوری لرونکی اله جوړه شوه او د ميلاد دمخه د دريمی پيړۍ تر وروستيو کلونو پوری شپږ سوری لرونکی (( شيون )) جوړ شوی دی .

د چين د موسيقی په تاريخ کی (( شيون )) په عمده توګه په درباری موزبک کی غږول کيده .


1  2  3  4  5  6  7  8