لوست 1 سلامونه

 له سي ار اې سره مرکه
 
  • په چيني ژبه کې د سلام ويلو څو ډولونه دي او تر ټولو اسان ډول يې دا دی:你. 你好يعنی ته، 好 يعنی ښه، سره يو ځای ته ښه: 你好 يعنی السلام عليکم. تاسې په هر ځاای هر کله هر چا ته 你好ويلی شئ. که څوک تاسو ته 你好 ووايي، نو تاسې هم ور ته 你好 ووايي. لکه زه چې اوس تاسې ته وايم:你好. نو بيا تاسې هم وايئ 你好.
  • ستا نوم څه دی؟ که ته غواړي د يو چا د نوم پوښتنه وکړئ، نو ويلی شئ: 你叫什么名字؟ 你 يعنی ته، 叫 يعنی نومېدل،什么 يعنی څه، 名字 يعنی نوم. 你叫什么名字 يعنی ستا نوم څه دی؟ که څوک له تاسو څخه د نوم پوښتنه وکړي، نو تاسې په 我叫 او بيا د خپل نامه په يادولو او يا هم په مستقيمه توګه د خپل نامه يادونه کوئ.
  • دا زما د پېژندنې کارډ دی. که اوس په چين کې دوه کسان د لومړي ځل لپاره سره ګوري، نو يو بل ته پېژند کارډونه چې يا هم ور ته بيزنس کارډ وايی ورکوي. يو چا ته د خپل پېژند کارډ ورکولو په وخت کې تاسی ويلی شئ چې 这是我的名片. 名片 يعنی د پېژندنې کارډ، 这يعنی دا، 是يعنی دی، 我的 يعنی زما، 这是我的 يعنی دا زما دی، 名片 يعنی د پېژندنې کارډ. 这是我的名片 يعنی دا زما د پېژندنې کارډ دی.
  • ډېر وخت کېږي چې نه مو دي سره ليدلی. که تاسې له خپل يو ملګري سره ډېر وخت نه وي ليدلی، نو تاسې په چيني ژبه ويلې شئ: 好久不见 او معنی يې ډېر وخت کېږي چې نه مو دي سره ليدلی. 好久 يعنی ډېر وخت، 不 يعنی نه، 见 يعنی ليدل.