د بيجينګ اولمپيک لوبو په اړه ځانګړی پروګرام(نوی)

cri     (GMT+08:00) 2008-08-09 00:27:02

دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اورېدونکو، تاسی همدااوس د بيجينګ اولمپيک لوبو د پرانستونکيو مراسمو په هکله ځانګړی راپور اورئ او اورېدل شوې ترانه د اولمپيک لوبو ترانه ده . د بيجينګ په وخت د روانې مياشتې په اتمه نېټه شپه د دغې ترانې په غږولو سره د ٢٩ دورې د اولمپيک سپورتي لوبې پيل شوې.

په همدې شپه ټول بيجينګ ښار له خوښيو او خوشحاليو څخه ډک و او د هيواد ټولو وګړيو هم د دغه لوي سپورتي جشن لمانځه وکړه .

يوولس زره تنه لوبغاړي د پنځه کړيو لرونکی بيرغ لاندی د بيجينګ اولمپيک لوبو په پرانستونکيو مراسمو کې يو وار بيا راغونډ شول . د چين د دولت رييس هوا جين تاو د برانستونکيو مراسمو کې په جدي توګه نړيوالو ته اعلان وکړ

دا لومړی ځل دی چې د چين پنځه ستوري لرونکي ملي بيرغ د اولمپيک لوبو په پرانستونکيو مراسمو کې اوچت شو او د هېواد د ٥٦ قومونو ٢٢٤

سندرغاړو په پوره شوق سره سندرې وويلې او د چين خلکو وياړ او خوښي يې څرګنده کړې .

د اولمپيک د نړيوالې کميټې رييس روګ په پرانستونکيو مراسمو کې د خپلې وينا په ترڅ کې د اولمپيک لوبو لپاره د چين لخوا ترسره شوي خدمتونه لوړ وستايل او د زړه له کومې يې مننه وکړه


1 2 3 4
اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040