د بيجينګ اولمپيک لوبو په اړه ځانګړی پروګرام(نوی)

cri     (GMT+08:00) 2008-08-09 00:27:02
 .

د اولمپيک لوبې چې د څلورو کلونو لپاره يو ځل جوړيږي ، هم د ټولې نړۍ د لوبغاړيو سپورتي ډګر دی او هم د بېلا بېلو هېوادونو د کلتورونو ښکاره کولو لوی

ستيج دی .د اتمې نېټې په شپه د اولمپيک لوبو په پرانستونکيو مراسمو کې چين

چې پنځه زر کلن ځلاند کلتور لری ، نړيوالو ته به څه ډول معلومات ورکړي؟

د بيجينګ اولمپيک لوبو په

پرانستونکيو مراسمو کې هنری ننداره چې نوم يې ښکلی اولمپيک دی ، په دوو برخو ويشل شوې ، لومړی برخه يې ځلاند تمدن او دوهمه برخه يې سمسور زمان دی . په دغه لويه او عظيمه ننداره کې چې يو ساعت يې دوام درلود ، د چيني ملت لرغونی تاريخ ، ځلاند کلتور ، په اوسنۍ زمانه کې د اصلاح او ورخلاصون په رڼا کې د چين لخوا ترلاسه شوي برياليتوبونه او د چينايانو روحي بڼه ترسيم شوېده . له دغې ښکلۍ ، عظيمې او عجيبې نندارې څخه هم د لرغوني ختيځ مرموز مفهوم او هم په اوسنی زمانه کې د چين ژوندی بڼه ښکاره شوې او ددې تر څنګ د چينايانو هغه نيکه هيله هم ځنی څرګنده شوېده چې غواړي د بېلا بېلو هېوادونو له خلکو سره يو ځای يوه همغږی نړۍ جوړه کړي .

په پرانستونکيو مراسمو کې د هنرې ننداې لومړی پروګرام د هغو ٢٠٠٨ تنو ځوانانو لخوا د فو وهل و چې قديمي جامې يې اغوستې وې . فو د چين يو ډول لرغوني موسيقي اله ده چې درې زره کاله تاريخ لری . کله چې د فو وهلو ننداره اوج ته ورسېده ،د ستيوډيوم په لويه مهتايۍ پرده کې په چيني او انګريزي ژبو د چين د لرغوني متفکر کانفوسيوس هغه مشهور قول ښکاره شو چې وايی ډېر خوشحاله يو چې دوستان له ليري ځاي څخه راغلي دي. د ټولې نړۍ د دوستانو هر کلی هم د پرانستونکيو مراسمو له پيل تر پايه پورې محتويات وو .

په اولمپيک لوبو کې د اتلانو جامې ، تصديق پاڼې ، تيار شوي ګلونه ، د ميدال

ورکولو ستيج او د کارکوونکيو کالي ټول د اولمپيک روحيې لپاره د چيني کلتور

ښه څرګندوي دي . برسيره پردې د مرغانو ځالې په نامه دولتي ستيديوم ، د اوبو مکعب په نامه د لامبو دولتي مرکز ، د بيجينګ پوهنتون د پينګ پانګ جمناستيوم او نور ډګرونه د ډيزاين له پلوه د چيني کلتور هغه ضمني دلالت ښه نښه ده چې أسمان ګرد او ځمکه مربع ده. د چين د خلکو پوهنتون د ولسي اولمپيک د څيړنيز مرکز پروفيسر جين يون پو په اند همغږی يا هماهنګی چې د چين په دوديز کلتور کې شامل دی ، د اولمپيک لوبو لپاره د چيني تمدن خدمت او ميراث دی او د اولمپيک روحيې لپاره ګټوره بشپړونه هم ګڼل کېږي.

د بيجينګ اولمپيک لوبې نه يوازی دا چې د چيني ملت د ښکاره کولو ډګر دی ، بلکې د بېلا بېلو هېوادونو د کلتورونو ننداره کولو غونډه هم ده . په روانو لوبو کې د اولمپيک نړيوالې کميټې د لومړی ځل لپاره په بيجينګ کې د اولمپيک نندارتون د جوړولو وړانديز وکړ چې د سويزرلنډ لوسان په اولمپيک موزيم کې ساتل شوي قيمتي شيان به پکې نندارچيانو ته وړاندی شی.د بيجينګ د اولمپيک لوبو د تشکيلاتي کميټې د کلتوري فعاليتونو د څانګې مشر جاو دونګ مين وويل چې د چيني او بهرنيو توکيو په يو وخت ننداره کول د بېلا بېلو کلتورونو ترمنځ د تبادلې او راغونډونې په اړه د اولمپيک روحيې مظهر هم دی. برسيره پردې د څه دپاسه ديرشو هيوادونو له زرو څخه زيات هندمندان به هم رنګارنګ نندارې وکړي.

همدااوس مو د چيني کريکټرونو په بڼه د نندارې حالت واورېد. د نوموړې نندارې د لارښوونکي جانګ يې مو په اند دغه ننداره دده د زياتو کوششونو پايله ده .


1 2 3 4
اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040