د بيجينګ اولمپيک لوبو په اړه ځانګړی پروګرام(نوی)

cri     (GMT+08:00) 2008-08-09 00:27:02

د پرانستونکيو مراسمو بهير درې نيم ساعته دوام درلود . شک نشته چې ډير هيجان بښوونکي مهال د اولمپيک لوبو عمده مشال بلول دي . د يو سل او درې دېرشو ورځو په اوږدو کې د څو لکو کيلومترو په واټن د پر له پسې ليږدونې له لارې د اولمپيک مشال بالاخره هدف ته وليږل شوه چې په دې توګه په ټول ستيوډيوم کې نوي زره تنه نندارچيان له خوشحالۍ څخه په جامو کې نه ځاييدل .

موږ وياړ او هيلې ته سترګې په لار يو ، د اولمپيک له لرغوني سپورتي مرکز څخه اخيستل شوې ډيوه د روانې مياشتې د اګيست په اتمه نېټه شپه د مرغانو

ځالې په نامه د بيجينګ دولتي ستيوډيوم په غټ مشال بل شوه .

وګړي باور لری چې د بيجينګ اولمپيک لوبې به تر پنځه کړۍ لرونکي بيرغ لاندي بريالۍ شي او له سولې ، دوستۍ او پرمختګ څخه د ډک اولمپيک غورځنګ لپاره نوې فصل واړوي.


1 2 3 4
اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040