د بيجينګ اولمپيک لوبو په اړه ځانګړی پروګرام(نوی)

cri     (GMT+08:00) 2008-08-09 00:27:02

ده وويل د چيني کريکټرونو ننداره ډېر په زړه پورې ده او د چين په

لرغوني زمانه کې د چيني کريکټرونو چاپي جعبه د اوسني کمپيوتر جعبې ته ور ته ده. کاغذ ، د چاپ تکنالوژی ، قطب نما او باروت په لرغوني زمانه کې د چينايانو څلور اختراعات وو او د بشري ټولنې د پرمختګ لپاره يې مهم رول لوبولی دی .

د مرغانو ځالې په نامه د دولتي ستيوډيوم دپاسه اورلوبې د پرانستونکيو مراسمو په ټوليز بهير کې ترسره کېدې چې اورلوبې د چينايانو له څلورو اختراعاتو څخه د يو اختراع باروت پرمختيا ده .

کله چې هنرې ننداره اوج ته ورسېده ، دوه لوبغاړي چې د فضايي پيلوټ جامې يې اغوستې ، له هوا څخه راکوز شول او د په ګوتې وهلو په عين وخت کې د ځمکې يو غټ موډل د مرغانو ځالې له ځمکې څخه راپورته شو چې قطر يی اتلس متره او وزن يی شپاړس ټنو ته ورسيد. د همدغه موډل په شاوخوا نهو ليکو باندی ٥٨ لوبغاړو پلی وکړ او له دې څخه څرګنديږي چې موږ په يوه ځمکه کې ژوند کوو.

قدرمنو اورېدونکيو ، مهربانۍ وکړئ چې تاسی د بيجينګ اولمپيک لوبو د پرانستونکيو مراسمو په هکله د ځانګړي راپور نورې برخې واورئ. ټولو ته معلومه ده چې کانفوسيوس دوه زره کاله مخکې زيږيدلی او د أداب او محبت عبادت او اخلاقي ښوونې او شخصي پيژندنې ته په درنه سترګه وکتله . د کانفوسيوس مکتب افکار د چين د دوديز کلتور زړی دی او په نړۍ باندی يې ډېر اغيزمن دی . اوس کانفوسيوس د چين او نورو هيوادونو ترمنځ د تبادلي د يو پول په توګه رول لری . له ٢٠٠٤ کال راهيسې په څه باندي سلو هيوادونو کې د چيني ژبې د ورزده کړې او د چيني کلتور د خپراوي په موخه د کانفوسيوس پوهنځي جوړ شوي

چې د زده کوونکيو شمير يې له ديرشو مليونو څخه اوښتی دی.

د طبيعت په نامه ننداره کې د شاو لينګ وو شو ښوونځي دوه زره او

اته تنه زده کوونکي چې سپينې جامې يی اغوستي وې ، د تاي جي چوان لوبې وکړې . تای جي چوان لوبې د چيني ګون فو يوه څانګه ده او په نرمو حرکتونو سره له غښتليتيا سره مقابله کولی شی چې دغه ورزش د چينايانو د فلسفي افکارو ډېره ښه نښه بلل کېږي. په پرانستونکيو مراسمو کې د تاي جي چوان لوبې انتخاب هم په چين او نړۍ کې د ګون فو مهم حيثيت څرګندوي او هم د اولمپيک هغه روحيه انځوروي چې په لوبو کې ګډون ډير ارزښتناک دي. کلتوري تګ راتګ د تل لپاره د دواړو خواوو لپاره ګټور وي . د چين کلتور نورو هيوادونو ته خپور کړی او د نورو هيوادونو کلتورونو هم په تيرو څو زرو کلونو کې پر چين باندی اغيزه لګولې ده .

د چين مشهور سندرغاړي ليو هوانګ او د بريتانيا نامتو سندرغاړې شاله بريمن په ګډه د بيجينګ اولمپيک لوبو عمده سندره وويله چې نوم يې دی يوو اند مي you and me . دغه سندره د يوې نړۍ او يوې هيلې په نامه د اولمپيک د عمده مفهوم څرګندونه کوی چې د نړۍ بېلا بېل کلتورونه به سره يو شی او دوستي به ټينګه شي .

دوه زره او اته تنه داوطلبانو په ګډه يو لوي چتر ونيوه چې ورباندی د نړۍ د پنځو لويو وچو ماشومانو مسکا ليدل کېده. په همدي مهال د مرغانو ځالې دپاسه اورلوبې پيل شوې.

ګرانو اوريدونکو ، راځئ چې د اولمپيک لوبو د پرانستونکيو مراسمو په اړه د پروګرام پاتې برخه واورو. له هنري نندارې وروسته ډګر ته د لوبغاړو د ننوتلو مراسم پيل شول . د بيجينګ اولمپيک لوبو د انتظامې کميټې مشر ښاغلي ليو چي په دغو

لوبو کې ګډون کوونکيو ته ډېره توده او صادقانه بلنه ورکړه او و يې ويل د اولمپيک لوبو د ټاټوبي په توګه د يونان لوبغاړي د عادت سره سم لومړی ډګر ته ننوتل چې سپينې جامې يې اغوستې وې . د دغه ډول جامې طرح کوونکي هيله څرګنده کړه چې ډګر ته د يونان لوبډلې ننوتنه ټولو حاضرينو ته د خوښۍ او رڼايۍ احساسات ورکړي او له سولې ، دوستۍ او يووالي څخه ډک پيغام ورسوي .

د چين لوبډله اخر ډګر ته ننوتله او د ټولو نندارچيانو لخوا تود هر کلي وويل شو . د چينايانو سل کلنه هيله په پای کې ترسره شوېده . ښاغلي شو های فونګ وويل موږ د زړه له کومې هيله لرو چې د چين په شمول د بيلا بيلو هيوادونو لوبغاړي په بيجينګ کې برياليتوبونه تر لاسه کړي

چين د کوربه هېواد په توګه شپږ سوه او نهه دېرش تنه لوبغاړي ټاکلي چې شمير يې له نورو لوبډلو څخه زيات دی او د اته ويشتو لويو ډولونو لوبو په سياليو کې ګډون کوي.

له چين نه وروسته د امريکا لوبغاړي دوهم مقام نيسي چې شمير يې پنځه سوه او شپږ نوي تنو ته ورسيد. د امريکا د لوبډلې مشر چارس لي وويل چې زموږ هيواد د تيرو دورو لوبو په پرتله ډېر زيات لوبغاړي بيجينګ ته ليږلي دي.

روسيه چې په نړۍ کې ډېر غښتلي سپورتي هيواد دی ، څلور سوه او اوه شپيته تنه لوبغاړي يې ليږلي او د درويشت لويو ډولونو په لوبو کې به يې له

نورو لوبغاړو سره د ميدالونو ګټلو لپاره سختې سيالۍ وکړي . د دغه هېواد د اولمپيک کميټې مشر وويل چې د روسيې لوبډله به کوشش وکړي چې د ميدالونو د شمير له

پلوه په مخکنيو دريو هېوادونو کې شامل شی.

افغانستان او عراق چې اوس د بيا رغونې په حال کې دي ، هم خپل پلاوی ليږلي دي . د اوو تنو لوبغاړو په شمول عراقي لوبډله د زياتو ستونزو او مشکلاتو په ليري کولو سره په پاي کې بيجينګ ته راورسيده .

لکه څنګه چې ښاغلي روګ ويلي پروا نه لری چې نژادونه ، کلتورونه ، ژبې ، سياسي

نظامونه او مذهبي عقيدې بيلې دي ، د اولمپيک د نړيوالې کمېټې دوه سوه او پنځه

غړي سره د سولې په فضا کې ګډ ژوند کوي او دغه ډول يووالی د انسانانو لپاره ډېر ارزښت لری.

په پرانستونکيو مراسمو کې پر ګڼ شمير لوبغاړيو برسيره د څه باندی اتيا هيوادونو مشرانو هم ګډون کړی چې شمير يې د تيرو دورو له اولمپيک لوبو څخه زيات و ، مثلا د امريکا ولسمشر جورج بوش ، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ، د جاپان صدراعظم يا سو فوکودا ، د اسراييلو ولسمشر پيريس ، د قزاقستان ولسمشر نظربايف ، د استراليا صدراعظم ميچيل رود او داسی نور.


1 2 3 4
اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040