CRI Online
د ملی اقليتونو طب

تبتي طب

تبتي طب د چين د عنعنوي طب يوه مهمه برخه تشکيلوي ٠ تبتي طب د تيتي قوم له خوا د اوږدي مودي نه راهيسي راجمعبندي او پراخ شوي دي ٠ تبتي طب په عمده توګه د چين د تبت په خودمختاره سيمه ، د چنګ هاي ، سه چوان ، ګان سو په ولايتونو او نورو سيمو کې مروج شوي او په عين وخت کې د جنوبي اسيأ په هند ، نيپال او نورو شاخواو هيوادونو کې تري استفاده کيږي ٠

د تبتي طبي پوهه د چين د چنګ هاي او تبت د لوړي دښتي په سيمه کې راپيدا شوي او ځانګړي خصوصيت لري ٠ له دي امله چه د چنګ هاي او تبت لوړه دښته د بحر له سطحي نه په لوړ ځاي کې پرته دي او هوايي يي نسبتأ يخه ده ، نو د بهر نيو ځايونو ترمنځ تګ راتګ او ترانسپورت يي ډير مشکل د ي ٠ په دي وجه د اوږدي مودي نه راهيسي د تبتي قوم ځانګړي طبي خصوصيتونه تر اوسه پوري ټينګ ساتل شوي دي ٠ د نوموړي سيمې د طبيعي شرائطو سره سم د تبتي قوم درملونه عمومأ له هغو ځناورو او تباتاتو څخه جوړ شوي دي چه په لوړو غرونو او د يخې هوا په چاپيريال کې وده او ژوند کوي ٠

دغه راز په تبت کې د بودايي دين مفکوره د ټولنې په بيلا بيلو ساحو کې قوي اغيزه لري او د يو ډول سترې روحياتي قوي په توګه يي د وګړو په زړونو کې مهم ځاي نيولي دي ٠ نو په تبتي طب ګې د تبتي بودايي دين رنګ هم موجود دي ٠

د تبتي طب اساسي تيوري

د درو عواملو نظريه

د تبتي طب له نظره د انسان په بدن کې دري عمده عوامل موجود دي چه په جلا توګه يي لونګ ، څي با او پي ګن نومويږي او په جلا جلا توګه د ميتياز ، غول او خولې نمايندګي کوي ٠ بر سيره پر دي اوه عمده ډول مواد هم په کې موجو د دي چه په دي کې وينه ، غوښې ، پروتين ، هډوکې او داسي نور شامل دي ٠ نوموړي اوه ډول مواد د نوموړي درو ډولو عواملو تر کنترول لاندې دي ٠ ٠

د تبتي طب له نظره نوموړي دري ډول عوامل د بدن د ګرمي انرژۍ د راپيدا کيدو عوامل دي او د بدن د تودوخي د ساتنې ، د معدې د لياقت د پياوړتيا او د انسان په بدن کې د اړتيا اوبه د تهيه بنسټ هم دي ٠ هر کله چه په نوموړو درو ډولو عواملو کې نا برابرۍ او نا هماهنګۍ رامنځته شي ، د يوې برخې د تفوق يا ضعيفوالي له امله ناروغۍ پيدا کيږي ٠

د تبتي طب له نظره بايد د ناروغيو د علاج له پاره نوموړې درې عوامل هماهنګ کړاي شي نوموړو د حياتي قوه ، ګرمه انرژۍ او د اوبو په شمول مايعات دري ډول مواد د بدن د ټولو جهازونو بنسټ دي ٠ نوموړي دري ډول مواد يو د بل په اتکا او يو د بل د ملاتړ په حال کې موجود دي

٠ د انسان د بدن تشريح او فيزيولوژي

د قومي دود دستور او عادتونو له مخې د تبتي طب له نظره د بدن بيلا بيل جهازونه خپل مقام او رول لري ، د مثال په توګه د تبتي قوم په نظر زړه د بدن پاچا دي او د بدن په مرکزي سيمه کې واقع دي ٠ سږي د بدن وزير يا شهزاده دي چه د پاچا په شاوخوا کي دي ، ځګر او طحال د پاچا کورني غړي دي او د پاچا په لاندې برخه کې پراته دي ٠ د بدن بيلا بيل جهازونه يو له بل سره نژدي اړيکې لري ٠ دغه راز که چيري د انسان بدن د يوې لويې ودانې په توګه وګڼل شي ، نو بډوډۍ د وداني د ملاتړ د ستون په توګه رول لوبوي ٠ له دي نه څرګنده شوي چه که چيري بډوډۍ ناروغه او خرابه شي ، وداني به ويجاړه شي ٠

د کانګي درا تلو د علاج طريقه

د تبتي طب سره سم د کانګي د راتلو د علاج طريقه يعني د اړوندو درملونو د خوړلو له لاري ناروغان بايد کانګې وکړي څو چه د ځينو ناروغيو د علاج مقصد سرته ورسيږي ٠ مثلأ په معده کې د سؤ هاضمې د هاضمي خرابوالي او د زهر لرونکو خواړو خوړل او داسي نور ي ناروغۍ ٠ خو دغه ډول طريقه د زړو کسانو او اوميدوارو ښځو او ماشومانو له پاره مناسبه نه ده ٠

په درملونو د مينځلو طريقه

د تبتي طب له نظره په طبيعي اوبو او د ځينو درملونه لرونکو اوبو په واسطه د بدن مينځل د ډيرو ناروغيو د علاج له پاره ګټور د ي چه ددغې طريقې په واسطه د هډوکو ، د پوستکې او داسي نورو ناروغيو د علاج په هکله موثر رول ترلاسه کيداي شي ٠


1  2  3  4  5  6  7