CRI Online
د ملی اقليتونو طب

د مغولي قوم طب

د مغولي قوم طب د مغولي قوم له خوا د اوږدي مودي د ناروغيو د علاج په بهير او د اړوندو واقعيتونو سره سم رامنځ ته شوي او پرمختګ يي کړي دي او د بيلا بيلو ناروغيو سره د مغولي قوم د وګړو د اوږدي مودي د مبارزۍ په بهير کې پوره تجربې تر لاسه شوي دي ٠ نو د مغولي قوم طب هم ځانګړې خصوصيت لري ٠

د مغولي طب اساسي تيوري

د مغولي قوم د طب له نظره د انسان په بدن کې د حه يي ، سي لا ، او بادا ګان په نامه دري ډولونه مواد موجود دي او د دوي ترمنځ د روابطو له بدلونونو څخه د انسان روغتيايي حالت څرګنديږي ٠ د مغولي طب په نظر حه يي د انسان د بدن د بيلا بيلوفيزيولوژيکي لياقت نمايندګۍ کوي ، د بدن د ټولو جهازونو کارونه د حه يي تر تربيباتو لاندې دي ٠ نو که چيري حه يي غير عادي شي ، د انسان روحيات به ګډ وډ، فکر به کمزوري او خوب يي به له منځه لاړ شي ٠ سي لا د ګرمي انرژۍ معني لري ، د انسان په بدن کې د ګرمه انرژۍ د سي لا په اتکا رول لوبولي شي ٠ دغه راز باداګان د بدن د اوبو نمايندګۍ کوي ٠ که د باداګان لياقت هماهنګ نه وي ، په بدن کې د اړوندو اوبو بهيدل به بندي او بيلا بيل اړوند اضافي اوبه به زيات شي ٠

د مغولي طب ځانګړي علاج

د ويني د تويولو علاج

د دغې طريقې له لارې د بدن په ټاکلي برخه کې وريد پري کړي او لږ څه وينې و تويوي تر څو ځينې ناروغې لکه د ګرمي اړوند ناروغۍ ، دردوالي او داسي نور ناروغۍ تر علاج لاندې راشي ٠

د ګرم کولو مهارت

دغه ډول طريقه په دي ډول ده چه د هغې تودې لوګې په واسطه چه د يو ډول خاص واښه د سوزولو له لارې را پيدا شوي ، د بدن ټاکلې برخه ګرم کړي او د ناروغۍ د علاج مقصد سرته ورسيزي ٠

د اسپي د شيدي علاج

د اسپي د شيدو څخه د جوړ ي شوي تروي په واسطه د ناروغۍ د علاج طريقه

د اسپي له شيدو څخه جوړي شوي تروي د مغولي قوم يو ډول خاص او عنعنوي درمل دي چه د درملني له پاره ارزښت لرونکي خواړه دي ، دغه ډول خواړه د روغيتا د ساتنې له پاره ځانګړي رول لري خصوصأ د تنفس د تنګي او د صحت د سخت ضعيفوالي د علاج له پاره ډير ګټور دي ٠ ځکه په نوموو تروو کې د روغتيا له پاره ډير غذايي مواد موجود دي ، لکه قند ، پروتين ، ويتامينونه او زيات معدني مواد پکې شامل دي ٠


1  2  3  4  5  6  7