CRI Online
د ملی اقليتونو طب

د مياو قوم طب

د مياو قوم دطبي څيړنې له مخې زهر ، د غذا کمبود ، ټپ ، سؤ هاضمه ، ميکروب او چينجي د انسان د ناروغيو د رامنځته کيدو شپږ عوامل تشکيلوي ٠ دغه راز د ناروغيو تشخيص کول په عمده توګه د ناروغانو د اواز د اوريدو ، د پوستکي د رنګ د کتلو ، د لاسونو په واسطه د ناروغانو د بدن سره د تماس نيولو ، مساژ کولو ، وهلو او داسي نورو طربقو له لارې تر سره شي ٠

د مياو قوم درملونه په عمده توګه د نباتي ، څارويو او لږ شمير کاني درملونو څخه جوړيږي ٠ د مياو قوم په نظر درملونه په يخ ، ګرمي او برابر خاصيت لرونکو درو ډولونو ويشل کيږي ٠ د دغه خصوصيت له مخې د ګرم خاصيت لرونکو درملو په واسطه سړه ناروغۍ علاج کيږي ، د يخ خاصيت لرونکو درملونو په مرستنه د ګرمي ناروغۍ تداوي کيږي او برابر خاصيت لرونکي درملونه د بدن ضعيفوالي ليري کوي ٠ د نامکملې احصايي له مخې د مياو قوم د استعماليدو وړ درملونه څه د پاسه يو زر پنځو سوو ډولونو ته رسيدلي دي ٠

د مياو قوم درملونه په عمده توګه د مياو قوم د اوسيدونکو غرنيو سيمو کې پيدا کيږي ٠ نو د جغرافيايي چاپيريال له امله په دي سيمه کې د بوټو درملونو قسمونه ډير زيات او منابع يي ډير عني ښکاري ٠ په دي سيمه کې د درملونو د استعماليدو علتونه يي خپل هم خپل خوصوصيت لري ٠ اوس په دي سيمه کې د درملونو د کرلو لويه توليدي اډه جوړه شوې ده ٠


1  2  3  4  5  6  7