CRI Online
د ملی اقليتونو طب

د جوانګ قوم طب

د جوانګ قوم په چين کې يو داسي ملي اقليت ګڼل کيږي چه نفوس يي د نورو ملي اقليتونو په نسبت ډير زيات دي ٠ د چين د تان د سلسلې نه وروسته دغه قوم په بيلا بيلو ساحو کې ځانګړي سبک جوړ کړي دي چه په دي بهير کې چيني عنعنوي طب هم پکې شامل ؤ ٠ د تان او سونګ د سلسلو په دورو کې ( ميلادي کال ٦١٨__١٢٧٩ ) د جوانګ قوم د درملونو په ګډون د چين د جنوبي خوا د ملي اقليتونود طبي درملونو مقام په ځينو طبي کتابونو کې ليکل شوي او د چين په عنعنوي طب کې پيژندل شوي او ټاکل شوي دي ٠

د چين د جوانګ قوم د طبي چارو د پرمختګ په تاريخ کې که څه هم ځانګړي اړوند طبي درملونه په کتابونو کې نه دي ثبت شوي ، مګر لا تر اوسه پوري د دغه قوم د وګړو په منځ کې تر استفادي لاندې دي او ښه ساتل شوي دي او نسل په نسل په ميراث پاتي دي چه دا د چين د عنعنوي طب د پرمختيا له پاره ستر خدمتونه هم کڼل کيږي ٠

د جوانګ قوم د درملونو استعمال

د جوانګ قوم د چين د جنوبي خوا په غرونو کې اوسيږي ، په دي سيمه کې د نباتاتو او ژويو منابع ډيري غني ښکاري ٠ د جغرافيايي شرائطو تر تاثير لاندې ښکارکول د دغه قوم د ژوند يوه مهمه برخه ده ، نو د دغه قوم وګړي د ځينو وړوکو څارويو د خوړلو عادت لري ، په دي وجه د ژويو څخه د جوړ شويو درملونو نه ډيرې ګټې اخيستل کيږي ي ٠

د جوانګ قوم د مسموميت د علاج په هکله لکه د مار د زهر، د خزندې د زهر ، د درملني مسموميت ، د خوراکونو مسموميت د ليري کولو په هکله ځانګړي طبي تجربي لري ٠ د جوانګ قوم د اړوندې طبې څيړنې له مخې د ځينو مسموميت د علاج له پاره بايد د نوموړي مسموميت په ارتباط د زهر څخه استفاده وکړاي شي ٠ نو د جوانګ قوم د اړوند طب له نظره تر يوازي اندازې پوري ځيني زهر د ناروغۍ د علاج له پاره ګټور دي ٠ لکه د دغه قوم په اصطلاح چه وايي د زهرو په واسطه زهر له منځه يوسي ٠


1  2  3  4  5  6  7