CRI Online
د ملی اقليتونو طب

د ويغوري قوم طب

دچين د شينجيانګ د ويغوري قوم خودمختاره سيمه د چين د لويديځ خان د سلسلې په دوره کې ( د ميلادي کال ٢٠٦__ ٢٥) لويديځي او منځني اسيأ ته د تګ په لاره کې يعني د وريښمو په لرغوني لاره کې يوه مهمه سيمه ګڼله کيده او په تاريخ کې د ختيځو او لويديځو خواوو ترمنځ د تجارتي او کلتوري چارو د پرمخبيولو او د واړو خواوو ترمنځ د طبي درملونو د تبادلې له پاره مهم رول يي هم لوبولي ؤ او په دي بهير کې د شين جيان سيمې د ځانګړي طبي چارو د پرمختيا پر بنسټ له بهيرنيو سيمو او قومونو څخه ډيرې ښي طبي تجربي هم تر لاسه کړي او پر دي اساس د ويغوري قوم ځانګړي طبي سيستم ايجا د شوي دي ٠

د ويغوري قوم طبي درملونه د چين د عنعنوي طبي حزانې يوه مهمه برخه ده ٠ اوس ددي سيمې هغه درملونه چه د هيواد په درجه ټاکل شوي ، دوه سوه دوه ډولونو ته رسيدلي دي ٠ د چين د شينجيانګ سيمه د ګردې نړۍ له هغو څلورو سيمو څخه ده چه د اوږد عمر کسانو شمير يي د نورو سيمو په نسبت زيات دي او د دې سيمې ځانګړي درملونه تر اوسه پوري د وګړو په منځ کې ښه ساتل شوي دي ٠

د ويغوي قوم د درملونو د استعماليدو عادتونه

د اړوندې پلټنې له مخې د چين د شينجيانګ د ويغوري قوم په خودمختاره سيمه کې درملونه څه د پاسه شپږ سوو ډولونو ته رسيدلي دي او د استفادي وړ درملونه يي دري سوه شپيته ته رسيدلي چه په دي جمله کې يو سلو شپيته ډولونه ددي سيمې په ځانګړو درملونو پوري اړه لري ٠


1  2  3  4  5  6  7