CRI Online
د زرو کالو معماوې

د ( دوين هوانګ ) په ولسوالۍ کښی د( مو ګاو ) په نامه د ډبرينو غارونو د کيندلو په باب معما

د چين د ( دوين هوانګ ) په ولسوالۍ کښی د( موګاو ) په نامه يو ځای شته چه زيات ډبرين غارونه ليدل کيږی او داسی غارونه هغه بودايی اثار بلل کيږی چه د پيمانی له لحاظه په نړۍ کښی تر ټولو نه لوی او پکښی ښه ساتل شوی دی ٠ خو يوه پوښتنه ده چه دغه مشهوره هنری خزانه ولی د چين په شمال لويديځه صحرا کښی د غرونو پر لمنو باندی جوړه شوه ؟

د رواياتو له مخی د ( دوين هوانګ ) په ولسوالۍ کښی د موګاو ډبرينو غارونو دکيندلو پته د ( له ځوين ) نومی سيار بودا له خوا وټاکله شوه ٠ په ٣٦٦ م عيسویکال کښی بودا ( له ځوين ) د يوی ورځی په ماښام د ( دوين هوانګ ) سيمی د( سانوی ) غره ريښی ته ورسيد او د شپی د تيريدو دپاره يی خپل تم ځای پيدا نه کړنو هغه له دی ستونزی سره مخامخ شو چه شپه مو څنګه تيره شی ؟ هغه سخت چرتوواهه ٠ او تصادفاٌ يی خپل سر پورته کړ ، يوه عاجله منظره يی تر سترګو شوه چه په مخامخو غرونو کښی قوی طلايی رڼا ځليږی او زر ګونه تنه بودايان په طلايی رڼإکښی راښکاريدل ٠ بودا ( له ځوين ) ددی منظری په ليدو سره ډيرحيران شو٠ هغه باور وکړ چه په ريښتيا دلته حتماٌ مقدس ځای دی ٠ نو هغه د خلکو په جذبولوسرهد دغو غرونو پر لمنو باندی غارونه وکيندل چه پيمانه يی مخ په پراخيدو شوه ٠ او د( تانګ ) په امپراطوری دوره کښی په دغو غرونوکښی څه دپاسه زر غارونه وکيندلشول ٠ مربوطو پوهانو د اوږدی مودی د پلټنی او څيړنی په اثر دا نظريه څرګنده کړهچه د ( موګاو ) ډبرينو غارونو کيندل او ابادول يو تصادفی کار نه و ٠ بلکه په لرغونی زمانه کښی د چينايانو د عقل او هوښيارۍ څرګندوی دی ٠ په بی پايه صحرايی سيمه کښی يوه وړوکی شنه وچه د غارونو د کيندلو په ادرس وټاکله شوهچه د انسانی دنيا د ژوند څخه د ځان د لری ساتلو او له لوی طبيعت سره د ځان د يوځای کولو په هکله بودايی مفکوره ور څخه را برسيره شوی ده ٠دغه ډبرين غارونه د غرونو پرلمنو باندی وکيندل شول ٠ د غارونو په وړاندی رڼیاوبه بهيږی چه د دغو رڼو اوبو له برکته د ( موګاو ) غارونو په چاپيريال کښی شنوونو ښی ودی ترلاسه کړی ٠ او له دی امله په دی ځای کښی د ارامتيا او سمسورتياڅخه ډکه خاصه ښکلی منظره رامنځ ته شوه ٠ د( موګاو ) ډبرين غارونه لکه د شاتودمچيو د کورونو په شان ترتيب شوی دی او زيات تر زياته ٤٠ متره جګوالی لری٠

د ژمی په فصل کښی شګلن بادونه عموماٌ د غارونو تر شاه له لويديځی خوا نه راځی او د غارونو له سر نه تيريږی خو غارونو ته نه داخليږی ٠ د دوبی په موسم کښی ختيځ بادونه زيات چليږی ٠ خو د غارونو مخامخ غرونه د طبيعی ديوال په حيث غارونو ته د دغو بادونو د ننوتلو مخه نيسی ٠ په دی وجه شګلن بادونه د غارونو په مقابل کښی مستقيم ګواښ نه جوړوی ٠ نو ځکه د( موګاو ) غارونه په دی وچه سيمه کښی يو تر ټولو نه امنيتی سيمه ګرځيدلی ده ٠

په همدی مناسبت که څه هـم زر کلونه تير شوی خو بيا هم د ١١امپراطوری سلسلو٤٩٢ غارونه ، زيات شمير ديوالی رسمونه او مجسمی ښه ساتل شوی دی او نړۍ ته يوه ډيره قيمتی او نادره کلتوری او هنری خزانه وړاندی شوی ده ٠


1  2  3  4  5  6