CRI Online
د زرو کالو معماوې

د بيجينګيانو فسيلونه اوس چيرته دی

د بيجينګيانو فسيلونه چه په نړۍ کښی شهرت لری د ورکيدو نه مخکښی تل د بيجينګ د ( سې هه ) په نامه روغتون کښی په ځانګړی صندوق کښی په امن سره ساتل شوی ؤ ٠

د ارام سمندر د جګړی د پيښيدو په بيګا د انسان پيژندنی د مشهور عالم ( وی وين ژوی ) په نظر اوس د ( سې هه ) روغتون هم په امن کښی نه دی ٠ نو پيشنهاد يی وکړ چه د بيجينګيانو فسيلونه بايد امريکی ته وروليږل شی ترڅو هغه ښه وساتل شی ٠ د مرغلرو د بندر د پيښی د رامنځ ته کيدو د مخکنيو ٢ يا ٣ اونيو په يوه ورځ د ( سې هه ) د روغتون يوه مامور ( بو وين ) خبرتيا ورکړه چه دغه فسيلونه دی د وړلودپاره په صندوق کسی واچول شی ٠ نو د بيجينګيانو د سر ٥ کاسې او نوری ١٥ ټوټی يی ،د کوزی ژامی ١٤ هډوکی او د چنبر ، د پښو د هډوکو ،د بری مټ هډوکو او غاښونو په شمول د بيجينګيانو د فسيلونو ١٤٧ ټوټی په ظريفو او نرمو کاغزونو او پمبه وو ښه وتړل شول او په ٢ لويو لرګينو صندوقونو کښی واچول شول او د امريکی سفارت خانی ته يووړل شول څو چه د امريکی د بحری قواوو د پلی عسکرو د بيړۍ سره امريکی ته وليږل شی ٠ خو له هغه وخت نه وروسته د بيجينګيانو دغه مشهور او بی بها فسيلونه په عجيبه توګه ورک شول چه تر اوسه پوری نه دی پيدا شوی ٠

د ځينو خلکو په قول دغه ٢ صندوقونه د ( چين هوانګ داو ) په بندر کښی د امريکی د جمهوريېس هلسن په نامه د پوستی په بيړۍ کښی ايښودل شول او امريکی ته د حرکت په نيمه لاره کښی له بيړۍ سره يو ځای د سمندر په تل کښی ډوب شول ٠ ځينو خلکو وويل چه دغه بيړۍ د جاپان له خوا ونيوله شوه او فسيلونه يی د جاپانی پوځ لاس ته ورغلل او په پای کښی د دغو فسيلونو پته ورکه شوه ٠

د دوهمی عمومی جګړی د ختميدو نه وروسته امريکايی پوځ په جاپان کښی په پراخی پيمانی سره د دغو فسيلونو د پيدا کولودپاره زياتی هلی ځلی وکړی خو کومه نتيجه يی ترلاسه نه کړه ٠ په ١٩٧٢ م کال کښی د امريکی بډای سوداګر ( جانيوس ) وغوښتل چه په زياتو پيسو د دغو فسيلونو په باب خبرتيا ترلاسه کړی ٠ خو هغه هم په دی پلټنه کښی ناکام شو ٠ په ١٩٧٠ م کال کښی د نيويارک يوی ښځی عالم ( کريستوفر ) ته چه د بيجينګيانو د فسيلونو په پيدا کولو بوخت و ، تليفون وکړ او ويی ويل چه دغه فسيلونه د خپل مرحوم ميړه له خوا د ژوندپه وخت کښی ساتل شوی ؤ ٠ د ( هاروارد ) پوهنتون پروفسير ( هانګرس ) د فسيلونو د عکسونو د کتلو نه وروسته چه ددی له خوا وړاندی شوی تصديق وکړ چه دغسی فسيلونه همهغه ورک شوی بيجينګی فسيلونه دی ٠ خو لږ وخت وروسته د ( کريستوفر ) او دغی ښځی تر منځ اړيکه قطع شوه ٠ په ١٩٩١ م کال کښی د امريکی د بحری قواوو منصبدار او تاريخ پوه ( براون ) ناڅاپه د داکټر ( فلی ) ليک ترلاسه کړ چه ډاکتر ( فلی ) د دغو فسيلونو د ورکيدو له امله په بنديخانه کښی شپی او ورځی تيروی ٠ هغه په خپل ليک کښی وويل چه هغه د دغی ښځی سره اړيکه ټينګه کړه او هيله يی څرګنده کړه چه ژر ترژره دی د بيجينګيانو د فسيلونو د ورکيدو معما حله کړی شی ٠ ځو متاسفانه داکټر ( فلی ) د ١٩٩٢ م کال په منی کښی وفات شو ٠

د ١٩٧٠ م کال په پای کښی د نيويارک ټايمز ورځپاڼی د ډاکټر ( ويليام ) يوه اعلاميه خپره کړه او پکښی يی وويل چه هغه د بيجينګی فسيلونو په باب ٣ رشتی په لاس کښی لری چه لومړی رشته يی دا ده چه دغه فسيلونه د چين د ( تيان جينګ ) ښار د يوه دوست په کور کښی ساتل شوی دی ٠ دوهمه دا چه دغه فسيلونه د ( تيان جينګ ) ښار د ( باسد ) په نامه فرانسوی انسټيټيوټ کښی ساتل شوی دی او دريمه دا چه د ( تيان جينګ ) د ( بالی ) په يوه بانک کښی چه د سويزرلندی شخصيت له خوا اداره کيږی ساتل شوی دی ٠ نو د ( تيان جينګ ) ښار د عامه امنيت د ساتنی اداری د دوسيی د قطعی پټو تحقيقاتو په هکله پو خاص ګروپ جوړ کړ څو چه په دی باب څيړنه ترسره کړی ٠ خو دغه ګروپ د هلو ځلو نه وروسته پر دغو رشتو باندی انکار وکړ ٠ د چين د لوي کلتوری انقلاب په دوره کښی چا د ( سی هه ) روغتون د وينو او اوښکو تويئدونکی تاريخ په باب يو کتاب وليکه او پکښی يی يوه داسی جمله وليکله چه د بيجينګيانو فسيلونه اصلاٌ خارج ته نه دی تللی ٠ خو وروسته د کتاب ليکونکی پيدا نه شو ٠ لږه موده مخکښی د چين د انسان پيژندنی عالم ( جيو ګو سين ) د زياتو کلونو د پلټنی سره سم يوه نوی رشته کشفه کړه چه د مرغلری بندر دپيښی د منځ ته راتګ په بيګا يو عسکر چه د امريکی د بحری قواوو د پلی عسکرو دلوی قوماندانی او د امريکی د سفارت تر منځ د يوی لاری د ساتلو دنده يی په غاړه درلوده وليدل چه ٢ تنو کسانو يو صندوق د سفارت په انګړ کښی په مځکی کښی ښخ کړ ٠ دغه عسکر دا نظر څرګند کړه چه دغه صندوق ښايی د بيجينګی فسيلونو صندوق وی ٠ وروسته ښاغلی ( جيو ګو سين ) دغه ځای پيدا کړ ، خو ويی ليدل چه اوس په دی ځای کښی اپارتونونه او کورونه جوړ شوی دی ٠ نو دغه ځای د کيندلو وړ نه دی ٠ شل ګونه کاله کيږی چه د بيجينګيانو فسيلونه ورک شوی دی او تر اوسه پوری يی په دی باب کومه پته نه ده پيدا شوی ٠ د چين مرحوم صدراعظم ( جو اين لای ) د ژوندانه په وخت کښی ويلی ؤ چه د بيجينګيانو فسيلونه د څوتنو چينايانو له خوا د دغو اثارو د ښه ساتلو دپاره د څو تنو امريکايانو لاسونو ته ورکړشول ٠ او په پای کښی د امريکايانو له خوا ورک شول ٠ نو هيله لرم چه سپيڅلی او باهمته عالمان د دغو فسيلونو د پيدا کولو دپاره زيات کوششونه وکړی او بيرته زمونږ هيواد ته يی راوړی ٠


1  2  3  4  5  6