CRI Online
د زرو کالو معماوې

د ( يوان مينګ يوان ) د امپراطوری پارک تاريخی اثار اوس چيرته دی ؟

په ١٨٦٠ م کال کښی د برتانيی او فرانسی ګډ پوځ په زور سره بيجينګ ته ننووت او د ( يوان مينګ يوان ) امپراطوری پارک يی پوره جارو کړ ٠ ايا دوی له دی پارک څخه څومره قيمتی شيان تالا کړی دی ؟ ويلی شو چه بی شميره دی ٠ خو د بيلګی په توګه د فرانسی تيريکوونکی پوځ خپل هيواد ته د بيرته ستنيدو نه وروسته د تحفی په توګه خپل امپراطور ته د چين لس زره قيمتی او نادر شيان وړاندی کړل ٠ نو ويل کيږی چه که څوک اوس وغواړی - د ( يوان مينګ يوان ) قيمتی اثار وګوری يوازنی لاره يی دا ده چه بايد فرانسی او برتانيی ته لاړشی ٠

د برتانيی د مرکز لندن په لوی موزيم کښی د ( چين ) او ( هان ) د سلسلو تاريخی اثار ، د ( شوی ) او ( تانګ )د دورو خطاطۍ او نقاشۍ ، د ( مينګ ) او ( چينګ ) د سلسلو د سرو زرو او يشمونو هنری توليدات ځای په ځای شوی دی چه دغه تاريخی بی بها اثار ټول د ( يوان مينګ يوان ) له امپراطوری پارک څخه تالا شوی دی ٠ مثلاٌ د پيغلی ماموری د نصيحت په نامه تصوير چه زمونږ د هيواد د ختيځ ( جين ) په تاريخی دوره کښی د نامتو نقاش ( ګو کای جه ) له خوا رسم شوی دی اوس په دی موزيم کښی ساتل شوی دی ٠ دغه تصوير يو داسی لومړی برجسته هنر بلل کيږی چه د انسانی څيری په رسمولوسره يی روح منعکسيږی ٠ د فرانسی امپراطور دريم ملک ناپوليون د ( فوندانبلو ) په ماڼۍ کښی د چين يو خاص موزيم جوړ کړ او پکښی يی د چين څه دپاسه زر دانی قيمتی اثار چه د فرانسی د تيريکوونکی پوځ له خوا په شخصي توګه ور ته وړاندی شوی ايښودل شوی دی مثلاٌ د( شانګ ) او( جو ) د لرغونی دورو برونزی سامانونه ، د ( مينګ ) او ( چينګ ) د سلسلو چينی باب ، د يشمونو هنری حکاکی ، د فيل د غاښ هنری حکاکی ، د ( چينګ ) د سلسلی د ( چيان لونګ ) امپراطور رسمی مهر او هغه قيمتی ډبرينه تخته چه دامپراطور ( چيان لونګ ) د ٦٦ کالو عمر د نمانځنی دپاره د سلو تنو سپين ږيرو په رابللو سره د خوشحالی ميلمستياپه هکله لويه نقشه ور باندی حکاکه شوی ده ٠ دغه شان د فرانسی د مرکز پاريس په دولتی کتابخانه کښی د ( يوان مينګ يوان ) د ٤٠ باغوانی منظرو په باب د وريښمو د لوی رنګين تصوير او د ( يوان مينګ يوان ) د ښکلی او منظردارو ځايونو او ودانيو په باب د امپراطور ( چيان لونګ ) د خطاطۍ په شمول ٨٠ قيمتی اثار چه د چين ( يوان مينګ يوان ) له پارک څخه تالا شوی ساتل شوی دی ٠ او د ( يوان مينګ يوان ) نور قيمتی اثار چه اوس د خارجيانو په لاس کښی دی د شميرنی وړ نه دی ٠

  

د چين د عنعناتوسره سم د هرو ١٢ کالو څخه هر کال د يوه حيوان له نوم سره تړل کيږی چه ١٢ حيوانات په توبت سره خپله کلنی دنده اجرا کوی ٠ د ( يوان مينګ يوان ) په ښکلی پارک کښی د دغو ١٢ حيواناتو د ميسی مجسمو په شکل د فواری لوی ساعت جوړ شو او د ساعت په هره بجه اوبه له مربوطی حيوانی ميسی مجسمی نه راپورته کيږی او غرمه په ١٢ بجو د ټولو ١٢ حيوانی مجسمو نه اوبه په يوه وخت راپورته کيږی چه ډيزاين يی خورا دقيق او ظريفه و ٠ د ٢٠٠٠ م کال د می په مياشت کښی په هانکانګ کښی د ( يوان مينګ يوان ) څو تاريخی اثار په علنی توګه ليلام شول چه ددی فواری د ساعت څخه د غوا ، بيزو او ببر د ميسی مجسمو سرونه هم پکښی شامل ؤ ٠ په اخر کښی د ببر ميسی سر په ١٤ مليونو هانکانګی ډالرو ، د غوا ميسی سر په ٧ مليونو او د بيزو ميسی سر په ٧ مليونو ٤ لکو هانکانګی ډالرو ليلام شول ٠ د خوشحالی وړ خبره دا ده چه د ( يوان مينګ يوان ) د پخوانی امپراطوری پارک دغه ٣ قيمتی اثار د چين د ٢ شرکتونو له خوا واخستل شول ٠


1  2  3  4  5  6