CRI Online
د زرو کالو معماوې

د امپراطور ( چين شه هوانګ ) د هديری په باب معما

دامپراطور ( چين شه هوانګ ) هديره د اوسنی ( شان سی ) ولايت د ( لين تونګ ) ولسوالۍ ختيځ اړخ ته د ٥ کيلو مترۍ په فاصله د ( ايان ځای ) په علاقه دارۍ کښی واقع ده چه جنوب يی د ( لی شان ) په نامه د غرونو سلسله ده او شمال يی د ( وي ) نومی درياب دی ٠ او که له هوا نه دی هديری ته وکتل شی لکه يو لوی طلايی څلی له ورايه ښکاری ٠

د امپراطور ( چين شه هوانګ ) د هديری ترتيبات او جوړښت په پوره توګه د ( چين ) د سلطنت د مرکز ( سيان يانګ ) په شکل ترسره شوی دی چه د مځکی تر جګی او لوړی غوندۍ لاندی د قبر ماڼۍ لکه دامپراطوری ماڼۍ په شان ډيره شانداره او باعظمته ده ٠ د قبرستان داخلی او بهرنی چاپيريال د ( سيان يانګ ) ښار او د امپراطوری ماڼۍ د ترتيباتو په شان اباد شوی او د قبرستان عمومی مساحت ٦٦ اعشاريه ٢٥ مربع کيلو مترو ته رسيږی چه دغه رقم د اوسنی ( سی ان ) د ښاری سيمی څخه څه دپاسه يو چند زيات دی ٠

( چين شه هوانګ ) چه ١٣ کلن شو ، پر شاهی تخت باندی کښيناست او د هغه وخت له پيل نه يی د( لی شان ) په غرنی سيمه کښی د ځان دپاره د قبر په جوړولو لاس پوری کړ ٠ د پخوانی ( چين ) سره د نورو٦ ملکونو د يو ځای کولو نه وروسته امپراطور ( چين شه هوانګ ) د بيلا بيلو ځايونو څخه يو لک تنه خلک په دی جبری ملازمت کښی واچول ٠ امپراطور ( چين شه هوانګ ) د ٥٠ کالو په عمر مړ شو او دده د هديری د جوړولو کار په همهغه وخت پای ته ورسيد ٠ يعنی دغه قبر د ٣٧ کالو په کوشش جوړ شو ٠ د تاريخی اسنادو له مخی د ( چين شه هوانګ ) هديره د اوبو تر سرچينی لاندی په خاوره کښی جوړه شوه چه بام يی د پايښت دپاره په ويلی شويو برونزی مايعاتو وپوښول شو ٠ په هديره کښی ماڼۍاو ښکلی ودانۍ او خپل حضور ته د وزيرانو د راغوښتلو سالون برابر شوی او حتی د وزيرانو چوکۍ هم ځای پر ځای شوی دی ٠ او په بيلا بيلو کوټو کښی رنګارنګ ظريفه او نادر هنری توليدات او جواهر ايښودل شوی دی ٠ د قبر د ويجاړولو او تالاکولو د مخنيوی دپاره د قبر په دننه کښی د غشی د ويشتلو په هکله پټ اتوماتيک تجهيزات هم نصب شول او د قبر پر چت باندی جواهر او ځليدونکی مرغلری کلکی وتړلی شوی ٠ لکه څنګ چه په اسمان کښی ستوری ځليږی ٠ د قبر پر مځکی باندی د جغرافيايی عوارضو سره سم د سلطتنی نقشی موډل پرځای شو او سيماب لکه ددرياب او سمندر اوبه په خپل ځای کښی بهيږی ٠ او طلايی چرګان د بهيدونکو سيماب د څپو سره سم پورته کښته کيږی لکه د اوبو په سر لامبو وهی ٠ د قبر په سالون کښی د تل رڼا ورکولو دپاره د بالن ماهی په غوړيو جوړه شوی لويه ډيوه ولاړه ده ٠ د قبر په شاوخوا کښی د عسکرو او اسونو لويی خاورينی مجسمی قطار په قطار او نيغ په نيغ ولاړی دی ٠ د قبر ډيزاين په ريښتيا د چين د لومړنی امپراطور بی حده صلاحيت او جدی او شاندار حيثيت څرګندکړی دی ٠

د ميلاد نه دمخه په ٢١٠ م کال کښی امپراطور ( چين شه هوانګ ) د اوسنی ( هه بی ) ولايت په ( پينګ سيانګ ) ځای کښی مړ شو ٠ دده د مړينی ٢ مياشتو نه وروسته مړی يی مرکز ( سيان يانګ ) ته يووړل شو او د مړی د ښخولو د مراسم د عملی کولو په وخت کښی د ( چين شه هوانګ ) زوی يعنی دوهم امپراطور امر وکړ چه د( چين شه هوانګ ) ټولی غلامانی نجلۍ دی د امپراطور ( چين شه هوانګ ) په اړخ په ژوندی توګه ښخی کړی ٠ علاوه په دی د قبر جوړوونکی ماهران هم په دی قبر کښی ژوندی ښخ شول ٠

د ( هان ) په تاريخی کتاب او د هيوادد دريابونو د ترتيباتو په باب لومړنی يادداشت کښی وليکل شول چه د امپراطور ( چين شه هوانګ ) هديره د ميلاد نه دمخه په ٢٠٦ م کال کښی د قوماندان ( سيان يو ) له خوا ويجاړه شوه ٠ د شمالی ( وی ) نامتو شخصيت ( لی داو يوان ) د هيواد د دريابونو د ترتيباتو په باب يادداشت کښی وويل چه قوماندان ( سيان يو ) د ( سيان يانګ ) ښار ته داخليدو نه وروسته د ٣ لکو انسانی قواوو په استولو سره د ٣٠ ورځو په کوشش له دی قبر څخه قيمتی شيان په پوره توګه هم و نه شو وړلی ٠ ور پسی داړه مارانو د ( چين شه هوانګ ) برونزی تابوت غلا کړ ٠ وروسته يو شپون د خپلو پسونو د لټولو دپاره تصادفاٌ د اورنی لرګی په اوچتولو سره قبر ته داخل شو او داسی لويه سهوه يی وکړه چه په بی پروايی سره يی دغه قبر وسوځاوه ٠ دخلکو په قول د قبر اور د ٩٠ ورځو دپاره دوام درلود ٠

خو د ځينو کسانو په نظر د( شی جی ) په نامه تاريخی اثر کښی چه د هان د سلسلی د مامور ( سه ما چيان ) له خوا وليکل شو د ( چين شه هوانګ ) په باب خاص توضيحات او ارزيابی وشوه ٠ خو د قبر د ويجاړولوپه باب هيڅ نه دی ياد شوی ٠ د ذکروړ خبره ده چه دغه اثر د امپراطور( چين شه هوانګ ) د مړی د ښخولو نه سلو کالو وروسته وليکل شو ٠ خو د ( چين شه هوانګ ) د مړينی د ٦ سوو کالو نه وروسته ( لی داو يوان ) په دی باب مفصل يادداشت وليکه چه دا خورا مشکوکه خبره ده ٠

د ميلاد د ١٩٤٩ م کال نه وروسته د چين لرغون پيژندونکو د امپراطور ( چين شه هوانګ ) د قبر په باب زياتی پلټنی او څيړنی وکړی ٠ په تيره بيا دامپراطور ( چين شه هوانګ ) د عسکرو او اسونو د خاورينو مجسمو د کشفولو نه وروسه دده د قبر په شاو خوا کښی د څارنی دپاره څه دپاسه ٢ سوه تونلونه وکيندل او په دی بهير کښی دوی يوازی د قبر د تالا کولو ٢ تونلونه وليدل چه يو يی د قبر په شمال ختيځی خوا کښی او بل يی د قبر په لويديځی خوا کښی دی ٠ د تونل قطر ٩٠ سانتی متره او ژوروالی يی ٩ متره و ٠ او د قبر له مرکز څخه يی ٢٥٠ متره فاصله درلوده ٠ له دی نه څرګنديږی چه دواړه تونلونه د قبر ماڼی ته رسيدلی نه ؤ ٠ اوس دغه دوه تونلونه له خاورو څخه ډک شوی دی او په ظاهره هيڅ نه ليدل کيږی ٠

څرنګه چه د قبر په شاوخوا کښی خاورينی طبقی ښی ساتل شوی او د قبرد ماڼۍ د ديوال د ورانولو کومه نښه نه پيدا کيږی او په ماڼۍ کښی د بهيدونکو سيمابونو ترتيبات هم معقول ښکاری ، نو د دغو عواملو په نظر کښی نيولو سره داسی استدلال ترلاسه کيږی چه د امپراطور ( چين شه هوانګ ) هديره په اساسی توګه ښه ساتل شوی ده او د کومی سختی ورانکارۍ او داړمارۍ سره نه ده مخامخه شوی ٠ د ( بان ګو ) او ( لی داو يوان ) هغی خبری چه د ( چين شه هوانګ ) هديره د قوماندان ( سيان يو) له خوا ويجاړه شوه او ماڼۍ يی په اور کښی وسوځوله شوه د اعتبار وړ نه دی ٠ د اټکل له مخی قوماندان ( سيان يو ) ښايی چه يوازی د هديری اړوندی فرعی ودانی ويجاړی کړی وی ٠ که حقيقت همداسی وی ، نو د ( چين شه هوان ) هديره به په نړۍ کښی تر مځکی لاندی يوه بی ساری شانداره ماڼۍ وبلل شی ٠


1  2  3  4  5  6