CRI Online
د زرو کالو معماوې

د ملکی ( يانګ يو هوان ) د پتی په باب معما

د( تانګ ) د سلسلی د امپراطور ( تانګ سيوان جونګ ) د ملکی نوم ( يانګ يو هوان ) دی چه اصلاٌ د امپراطور د زوی يعنی شهزاده ( لی ماو ) ښځه وه ٠ يوه ورځ امپراطور( تانګ سيوان جونګ ) نږور( يانګ يو هوان ) وليدله ٠ ور باندی ډيره ګرانه شوه نو ( يانګ يو هوان ) يی د امپراطور ماڼۍ ته راوغوښتله او خپله جنوبی ماڼۍ يی ورکړه ٠ څه وخت نه وروسته امپراطور( تانګ سيوان جونګ ) ( يانګ يو هوان ) خپله کړه ٠ او ور باندی يی د امپراطور د لومړی ملکی لقب وټاکه ٠ په هغه وخت کښی امپراطور( تانګ سيوان جونګ ) ٥٦ کاله عمر درلود او ( يانګ يو هوان ) يوازی ٢٢ کلنه وه ٠

( يانګ يو هوان ) نه يوازی ډير ښکلی وه بلکه پر موزيک ښه پوهيده او ښه نڅا يی کوله ٠نو د امپراطور ( تانګ سيوان جونګ ) بی حده مينه يی ترلاسه کړه ٠ د روايت له مخی ملکی ( يانګ يو هوان ) د بڼکو څخه د جوړ شوی ښکلی کالی په نامه د موزيک هغه نوټ وليد چه دامپراطور ( تانګ سيوان جونګ ) له خوا کمپوز شوی ؤ ژر ور باندی ښه پوه شوه او د سندری په ويلو او نڅا کولو سره د امپراطور( تانګ سيوان جونګ ) په وړاندی يی نمايش وکړ او په دی زړه پوری نمايش کښی ( يانګ يوهوان ) دومره ښکلی څرګنده شوه لکه چه يوه ښاپيرۍ دنيا ته راغلی وی ٠ امپراطور ( تانګ سيوان جونګ ) ددی نمايش په کتلو سره دومره خوشحاله شو چه په خپلو جامو کښی نه ځايئده ٠ نو ( يانګ يو هوان ) د امپراطور ( تانګ سيوان جونګ ) بی حده مينه حاصله کړه ٠

د روايت له مخی يوه ورځ امپراطور ( تانګ سيوا جونګ ) د( سان سيانګ ايی ) په ځای کښی د ( نيو اړ ) نومی غره څوکی ته وخوت او د غره د ښايسته منظری سيل يی وکړ٠ ناڅاپه يوه ډيره خوږه نغمه دده غوږونو ته ورغله ٠ هغه په دی نغمی خورا زيات مست شو ٠ نو بيرته ماڼۍ ته د ستنيدو نه وروسته يی ددی نغمی اهنګ وليکه او د يوه هندی موزيک سره په يو ځای کولو نه وروسته يی د بڼکو د ښکلی کالی په نامه خوږه نغمه کمپوزه کړه ٠ د يوه بل روايت سره سم د منی د فصل په يوه شپه امپراطور( تانګ سيوان جونګ ) له خپلی ملکی ( يانګ يو هوان ) سره په امپراطوری ماڼۍ کښی د ( تای ايی ) نومی ښکلی حوض په غاړه چکر واهه او د سپينو نيلوفرو تماشا يی کوله ٠ هغه خپلی ملکی ( يانګ يو هوان ) ته په ژورو احساساتو سره وويل چه که څه هم نيلوفر ډير ښکلی دی خو روح نه لری ٠ زما ملکه يو داسی ګلاب ده چه پر ما باندی ښه پوهيږی او ښکلا او هوښياری دواړه يی د نيلوفر نه زياته وتلی ده٠ وروسته د ( هوښياره ګلاب ) دغه کليمه د يوه متل په توکه د ښکلی نجلۍ د ستاينه په وخت کښی استعماليږی ٠

څرنګه چه ملکه ( يانګ يو هوان ) د امپراطور( تانګ سيوان جونګ ) له خوا زياته خوښه شوه ، نو کورنی يی هم له دی برکته زياته ګټه ترلاسه کړه ٠ ددی ٣ خويندو د دولتی ميرمنی باافتخاره لقب ترلاسه کړ او د تره زوی يی د صدراعظم په حيث مقرر شو او امپراطور هم شخصاٌ ور ته د( يانګ ګو جونګ ) نوم ورکړ چه د دولت د وفاداری معنی لری٠ وروسته صدراعظم ( يانګ ګو جونګ ) د ټولو دولتی چارو د اداره کولو صلاحيت ترلاسه کړ ٠او امپراطور ( تانګ سيوان جونګ ) هره ورځ په سندرو او نڅاوو او شرابو کښی مست ؤ ٠ نو د دولت سياسی فساد مخ په سختيدو او مختلف تضادونه هم مخ په شديديدو ؤ چه بالاخره د( ان شی ) پاڅون رامنځ ته شو ٠ امپراطور ( تانګ سوان جونګ ) د قوی پاڅون په وړاندی چاره نه درلوده نو د ملکی سره د ( سه څوان ) ولايت ته وتښتيد چه د ( ما وی ) نومی غوندۍ ته ورسيد، د درباری عسکرو شورش راپيښ شو ٠ په دی شورش کښی صدراعظم ( يانګ ګو جونګ ) ووژل شو ٠ شورش کوونکو عسکرو امپراطور( تانګ سيوان جونګ ) دی ته اړ کړ چه ملکه ( يانګ يو هوان ) ووژنی ٠( تانګ سيوان جونګ ) په مجبوريت سره امر وکړ چه ملکه ( يانګ يو هوان ) د پړی په وسيله ځان ووژنی ٠ په پای کښی ملکه ( يانګ يو هوان ) د ٣٨ کالو په عمر د ونی لاندی انتحار وکړ ٠ د خلکو په قول د ( يانګ يو هوان ) د مړی د انتقال په بهير کښی يو بوټ يی د يوی بوډۍ له خوا وموندل شو٠ نو داسی يی وويل - هر څوګ چه غواړی دغه بوټ وګوری بايد سل يوانه ورکړی ٠ وروسته دغه بوډۍ د ( يانګ يو هوان ) د بوټ څخه په استفادی سره بډايه شوه ٠

د ملکی ( يانګ يو هوان ) د مړينی په باب روايات ډول ډول دی ٠ د چين د نامتو تاريخ پوه ( يوو پينګ بو ) په شمول ځينو شخصيتونو وويل چه دغه ملکه اصلاٌ نه ده مړه شوی ٠ په حقيقت کښی يوی نوکری نجلی د ملکی دپاره ځان قربان کړی دی ٠ او ملکه ( يانګ يو هوان ) د صدراعظم ( يانګ ګو جونګ ) د ښځی او لمسی ( يانګ هوان ) په ملګرتيا جاپان ته وتښتيده ٠ د روايت له مخی ( يانګ يو هوان ) جاپان ته د ستنيدو نه وروسته د جاپان امپراطور د ( يانګ يو هوان ) په مرسته يوه درباری کودتا پوپنا کړه ٠ تر اوسه پوری په جاپان کی د ملکی ( يانګ يو هوان ) ٢ مقبری ساتلی شوی دی ٠

په ١٩٦٣ م کال کښی يوی جاپانی نجلۍ خپله کورنی تاريخچه تليويزيونی تماشاچيانو ته وښودله او ويی ويل چه هغه د ملکی ( يانګ يو هوان ) وارثه ده ٠ د جاپان يوی مشهوری فلمی هنرمندی هم وويل چه هغه د ملکی ( يانګ يو هوان ) خلفه ده ٠

د يوه بل روايت له مخی د درباری عسکرو قوماندان ( چنګ سيوان لی ) له دی امله چه ملکه ( يانګ يو هوان ) يوازی يوه ښکلی بې ګنا ښځه ده ، نو زړه يی ونه غوښتل چه هغه ووژنی ٠ نو د امپراطور د خوجه ( ګاو لی شه ) سره يی پټه مشوره وکړه او په پای کښی يی يوه نوکره نجلۍ د ( يانګ يو هوان ) پر ځای ووژله ٠ خوجه ( ګاو لی شه ) د ګاډی په وسيله د ملکی مړی د قوماندان ( چنګ سيوان لی ) مخی ته يووړ ٠ قوماندان ( چنګ سيوان لی ) دغه مړی د( يانګ يو هوانګ ) د مړی په توګه ومانه ٠ په دی توګه ( يانګ يو هوان ) د قوماندان ( چنګ سيوان لی ) د استازی په حفاظت اوسنی شانګهای ته وتښتيده او بيا د بيړۍ په وسيله جاپان ته ورسيده ٠

د ( ان شه ) پاڅون د نسکورولو نه وروسته امپراطور ( تانګ سيوان جونګ ) خپل استازی جاپان ته واستاوه او ملکه ( يانګ يو هوان ) يی پيدا کړه ٠ دغه استازی د امپراطور ( تانګ سيوان جونګ ) ٢ بودايی مجسمی د تحفی په توګه ( يانګ يو هوان ) ته ورکړی او ( يانګ يو هوانګ ) يو هنری يشم د ځواب په توګه امپراطور ته وړاندی کړ ٠ اوس دغه ٢ بودايی مجسمی په جاپان کښی د کيوتسو په کور کښی ايښودل شوی دی ٠ په پای کښی ملکه ( يانګ يو هوان ) په جاپان کښی مړه شوه او مړی يی د کيوتسو په انګړ کښی ښخ شو ٠ تر اوسه پوری په دی ځای کښی ٥ پوړيز بودايی څلی د ملکی ( يانګ يو هوان ) د مقبری په توګه ښه ساتل شوی دی ٠ د مقبری په وړاندی ٢ لرګينی تختی برابری شوی دی چه يوه يی د ٥ پوړيز بودايی څلی توضيح ده او بله يی د ملکی ( يانګ يو هوان ) سانحه ده چه پکښی داسی ليکل شوی دی _ د چين د( تانګ ) امپراطوری دوری د ٦ م امپراطور ( تانګ سيوان جونګ ) د ملکی ( يانګ يو هوان ) مقبره چه ژوند يی د معما او رومانتيک رنګ نه ډک دی ٠

جاپانيان تل د ملکی ( يانګ يو هوان ) مقبری ته عبادت کوی ٠ ددوی په عقيده د عبادت نه وروسته به ښکلی او هوښيار ماشوم تر لاسه کړی ٠ اوس جاپان دی ته چمتو دی چه د ملکی ( يانګ يو هوان ) مقبره د سيلانيانو پر مخ پرانيځی ٠


1  2  3  4  5  6