CRI Online
اخلاقی حکايتونه

د ( هه ) نومی سړی قيمتی يشم وړاندی کوی

د( چو ) په ملک کښی يو سړی و چه ( بيان هه ) نوميده ٠ هغه په غرونو کښی يوه اصلی قيمتی ډبره وګټله ٠ نو پاچا ( لی ) ته يی وړاندی کړه ٠ پاچا ( لی ) يو يشم پوه سړی خپل حضو ر ته راوغوښت چه دغه قيمتی ډبره وپيژنی ٠ يشم پوه وويل چه دا يوه معمولی ډبره ده او هيڅ ارزښت نه لری ٠ نو د پاچا ( لی ) په نظر هغه فريب خوړلی دی ٠ نو د ( بيان هه )کينه پښه يی پری کړه ٠

د پاچا ( لی ) د مړينی نه وروسته ( وو ) په شاهی تخت ناست و ٠ ( بيان هه ) بيا دغه ډبره پاچا ( وو ) ته وړاندی کړه ٠ پاچا ( وو ) بيا يو يشم پوه خپل مخ ته راوغوښت ٠ دغه سړی هم وويل چه دا يوه عادی ډبره ده ٠ نو پاچا ( وو ) هم( بيان هه ) ته فريبګر وباله ، او دده ښی پښه يی قطع کړه ٠

د پاچا ( وو ) د مړينی نه وروسته ( وين ) د پاچا ځای ونيوه ٠ ( بيان هه ) ددی ډبری په وړلو سره د غرونو په بيخه د ٣ شپو او ورځو دپاره سخت وژړل چه اوښکی يی هم وچی شوی او وينی يی له سترګو نه وتويئدی ٠ پاچا( وين ) چه دغه خبر يی واريد ، د يوه نوکر په استولو سره له ( بيان هه ) نه پوښتنه وکړه چه په دنيا کښی داسی کسان زيات ليدل کيږی چه پښی يی پری کړی شوی دی ٠ ته ولی دومره سخت ژاړی ؟

( بيا هه ) ځواب وکړ چه زه ځکه دومره سخت ژاړم علت يی دا دی چه يو قيمتی يشم په عادی ډبری وګڼل شو او وفادار سړی په غلوونکی وبلل شو ٠ نو پاچا ( وين ) بيا يشم پوه ته امر وکړ چه پردی ډبری باندی په جدی او دقيق ډول څيړنه وکړی ٠ بالاخره دغه ډبره په قيمتی يشم وپيژندل شوه چه په دنيا کښی نه ليدل کيږی ٠ وروسته دغه يشم ته د ( هه ) نوم ورکړ شو ٠

له دی کيسی څخه چه ليکوال يی د ( هان ) په امپراطوری دوره کښی جنرال ( هان فی ) نوميده ، د( بيان هه ) نومی سړی په مثال يی خپل غمجن حالات وښودل چه سياسی نظر هم د امپراطور له خوا نه دی منل شوی ٠ خو له دی کيسی څخه بله معنی هم څرګنده شوی ده چه يشم پوه بايد پر يشم ښه پوه شی او امپراطور بايد بااستعداده او ممتاز کسان ښه وپيژنی ٠ او يشم وړاندی کوونکی بايد تياری ونيسی چه د قيمتی يشم د وړاندی کولو دپاره خپل عمر وقف کړی ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10