CRI Online
اخلاقی حکايتونه

د څاه په تل کښی د چنګاښ په باب کيسه

د يوی څاه په تل کښی يو چنګاښ دی چه هره ورځ په خوشحالی سره تيروی ٠ يوه ورځ هغه د سمندر څخه راغلی شمشتۍ ته وويل چه زه دومره خوشحاله يم چه کله کله بهر ته ځم او د څاه په اړخ توپ وهم او کله کله څاه ته بيرته راځم او د څاه په ديوال او تل کښی استراحت کوم او خپله ستړتيا لری کوم ٠ وګورۍ ! نور کوم چينجی به زما څخه نيکمرغه وی ! ته ولی دلته نه اوسيږی ؟

سمندری شمشتی وغوښتل چه څاه ته ننوځی او د جنګاښ سره وګوری خو کله چه کيڼه پښه يی څاه ته داخله شوه ، د څاه خوله يی ډکه کړه ٠ نو مجبوراُ يی پښه بيرته وايستله ٠ دغه شمشتی د څاه د خولی په اړخ کښی سمندری حالت چنګاښ ته معرفی کړ او ويی ويل چه ستا په نظر د زرو کيلو مترو اوږدوالی فاصله ډيره لری ده ٠ خو سمندر دومره لوی او ارت دی چه په خوله يی نه شم تشريح کولی ٠ که څه هم غرونه په ريښتيا جګ دی ، خو د سمندر ژورتيا نه شی حسابولای ٠ په لری لرغونی تاريخ کښی د ( شيا يوو ) په زمانه کښی به په هروله لسو کالو کښی ٩ کاله سيلابونه راپيښيدل ٠ خو سمندری اوبه زياتی نه وی ٠ دغه شان د ( شانګ تانګ ) په موده کښی په ٨ کالو کښی ٧ کاله وچکالی رامنځ ته کيدی ٠ خو سمندری اوبه هم کمی نه وی ٠ له دی څخه څرګنديږی چه د لوی سمندر اوبه نه د وخت په تيريدو سره بدليږی او هم نه د بارانو د اوريدو سره سم زياتيږی او يا کميږی ٠ دا زما تر ټولو نه لويه خوشحالی او فخر دی چه په لوی سمندر کښی ژوند کوم ٠

چنګاښ د سمندری شمشتی د خبرو په اوريدو سره ډير حيران شو او خپل ځان يی ډير وړوکی احساس کړ ٠

دی متل خلکو ته وښودل چه بايد په هيڅوجه د يوی لږی کاميابی د ترلاسه کولو له امله خپل ځان مغرور نه کړی او يا بايدد خپلی يوی ښيګړی له امله نورو ته په سپکه سترګه و نه ګوری ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10