CRI Online
اخلاقی حکايتونه

ګيدړه د ببرد څيری په ځای ځان نورو ته ښيی

يوه ورځ ببر وږی شو ٠ نو په ها خوا دی خوا کښی يی د خوړلووړ شی پيدا کاوه ٠ په پای کښی هغه يوه ګيدړه ونيوله او ويی غوښتل چه و يی خوری ٠ خو ګيدړی ور ته وويل چه ته جراُت نه لری چه ما وخوری ٠ ځکه چه زه د اسمانی امپراطور په سپارښت دنيا ته راغلی يم ٠ هغه زما پر سر باندی د ټولو حيواناتو د پاچا لقب وتاړه ٠ که ته ما وخوری نو دغه عمل به د اسمانی امپراطور د هدايت په خلاف وی ٠

ببر د ګيدړی پرخبرو يو څه يقين وکړ خو څرنګه چه معده يی خالی وه او ډير وږی ؤ ، نو په دی چورت کښی شو چه ايا هغه وخوری که نه ٠ ګيدړه چه د ببر حالت يی وليد بيايی ور ته وويل چه که ته زما پر خبرو باندی عقيده نه لری ، نو زه به ستا په مخکښی لاړشم او ته به زما پسی قدم ووهی ٠ تاسی به وګوری چه د حيواناتوعکسالعمل به څرنګه وی ٠ دوی به حتماُ زما په ليدو سره وتښتی ٠

ببر د ګيدړه پيشنهاد ومانه ، نو د ګيدړی پسی لاړ ٠ په ريښتيا حيوانات چه دوی يی وليدل په وارخطايی سره وتښتيدل ٠ خو ببر په دی پوه نه شو چه حيوانات دده په ليدو سره تښتي ٠ بلکی هغه داسی فکر وکړ چه دوی د ګيدړی څخه ويريږی ٠

دغه کيسی خلکو ته دا وښودله چه خلک بايد جعلی پرده لری کړی ، حقيقت دی ښه وپيژنی ٠ او د دوکه مارانو اصلی څيره دی افشا او بربنډه کړی ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10