CRI Online
اخلاقی حکايتونه

جو جی له نورو سره د ښکلا سيالی کوی

په لرغونی زمانه کښی د ( چی ) ملک صدراعظم ( جوجی) يو ډير ښکلی او طاقتور سړی و ٠ يو سهار هغه کالی واغوستی او خولۍ يی په سر کړه او په هنداری کښی يی خپله څيره په دقت سره وکتله او د ماندينی څخه يی پوښتنه وکړه چه ستا په نظر زما او د ( شيو ) نومی سړی ترمنځ څوک ښکلی دی؟ دده ماندينی ځواب وکړ چه ته ښکلی يی او د( شيو) نومی سړی ستا سره هيڅ نه شی مقايسه کيدای ٠

د ( شيو) نومی سړی ددی ښار په شمال کښی اوسيده او دده ښکلا د ( چی ) په ټول هيواد کښی ډير شهرت درلود ٠ ( جوجی ) يقين نه درلود چه هغه د شيو نه ښکلی دی نو له خپلی معشقی څخه يی پوښتنه وکړه چه ستا په نظر د ( شيو ) په مقايسه زه ښکلی يم او که نه ؟ دده معشقی ځواب ورکړ چه ( شيو ) څنګه ستا سره مقايسه کيدای شی ؟

يوه ورځ تيره شوه ٠ يو ميلمه راغی ٠ هغه له ميلمه څخه بيا پوښتنه وکړه چه زما او د ( شيو ) نومی سړی تر منځ څوک ښکلی دی ؟ ميلمه وويل چه ته د( شيو ) څخه ښکلی يی ٠

وروسته ( شيو ) نومی سړی دده په کور کښی ميلمه شو ٠ ( جو جی ) د ( شيو ) د څيری ، بدن او حرکت په باب په دقت سره څيړنه وکړه او په پای کښی يی دا نتيجه ترلاسه کړه چه ( شيو ) دده نه لا ښکلی دی ٠ هغه په دی باب زيات فکر وکړ ٠ بيا پوه شو چه زما ماندينی زما سره د مينی له امله وايی چه زه ښکلی يم ٠ زما معشقه د ويری له امله زما ستاينه کوی او ميلمه زما څخه د مرستی د غوښتنی له امله زما صفت کوی ٠ خو په حقيقت کښی ( شيو ) زما نه لازيات ښکلی دی ٠

له دی کيسی څخه خلکو ته وښودل شول چه بايد پر ځان باندی ښه وپيژنی او بايد د نورو جعلی خبری و نه اوری ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10