CRI Online
اخلاقی حکايتونه

د ( دونګ ګوه ) صاحب او د ( جونګ شان ) ليوه په باب کيسه

د ( دونګ ګو ) صاحب او ( جونګ شان ) ليوه په باب کيسه د ميلاد په ١٣ مه پيړۍ کښی د چين د ( مين ) په امپراطوری سلسله کښی د ليکوال ( ما جونګ سی ) په کتاب کښی ليکل شوی ده ٠ کيسه يی دا ده : ښاغلی ( دونګ ګوه ) يوه ورځ په يوه خره باندی يوه کڅوړه کتابونه بار کړی ؤ او د ( جونګ شان ) په نامه دولت ته لاړ ، څو چه يو ماموريت ترلاسه کړی ٠ ناڅاپه يو زخمی ليوه دده مخی ته ورسيد او ور ته يی وويل چه صاحبه ! اوس ما يو ښکاری تعقيبوی او نوموړی زه په غشی وويشتلی يم او زه ډيرسخت زخمی شوی يم ٠ نو له تاسو څخه غوښتنه کوم چه ما له دی خطر څخه وژغوری او ما ستا په دی کڅوړه کښی پټ کړی ٠ ( دونګ ګو ) صاحب البته ښه پوهيږی چه ليوه انسان خوری ٠ خو هغه وليدل چه دغه ليوه زخمی شوی او زيات عذر او زاری يی وکړی ، نو د ليوه غوښتنه يی ومنله او د رسۍ په وسيله يی ليوه وتاړه او په کڅوړه کښی يی واچاوه ٠

يوی شيبی نه وروسته ښکاری راغی ، خو ليوه يی پيدا نه کړ ٠ هغه د ( دونګ ګو ) څخه پوښتنه وکړه چه تاسی يو ليوه ليدلی دی که نه ؟ او هغه چيری تښتيدلی دی ؟

صاحب ځواب ورکړ چه ما ليوه نه دی ليدلی ٠ دلته وړوکی لاری زياتی دی ٠ ښايی چه ليوه به بلی لاری ته تښتيدلی وی ٠ ښکاری د ( دونګ ګو ) د خبرو د اوريدو نه وروسته بلی لاری ته ولاړ ٠ کله چه ليوه چه په کڅوړه کښی واوريدل چه ښکاری لاړ ، نو ( دونګ ګو ) څخه يی غوښتنه وکړه چه ما له دی کڅوړی څخه وباسه څو چه خپل ځان ما ژر ژر له دی خطر څخه بچ کړم ٠ دغه مهربان سړی د ليوه غوښتنه بيا ومنله او ليوه يی له کڅوړی څخه وايست ٠ کله چه ليوه ازاد شو ، نو دغه مهربان صاحب ته يی چيغی وويل چه اوس زه ډير وږی يم ، زه غواړم چه تا وخورم ٠ ور پسی ليوه د ( دونګ ګو ) پر بدن باندی توپ وواهه ٠ ( دونګ ګو) ډير په قهر شو ٠ ليوه ته يی وويل چه ډير ناشکر يی ٠ هغه په تش لاس له ليوه سره په مبارزه پيل وکړ ٠ په دی وخت کښی يو بزګر چه کلنګ يی په لاس کښی نيولی ؤ له دی ځايه تيريده ٠ ( دونګ ګو ) له بزګر څخه د مرستی غوښتنه وکړه ٠ او له خطر څخه د ليوه د ژغورلو په باب کيسه يی هم بزګر ته وويله ٠ خو ليوه پردی اعتراف ونه کړ چه ( دونګ ګو ) له خطر څخه هغه ژغورلی دی ٠ دغه سابقه دار بزګر لږ څه فکر نه وروسته وويل چه ستاسو د دواړو پر خبرو باندی عقيده نه لرم ٠ ځکه چه دغه کڅوړه دومره کوچنی ده او ليوه ډير غټ دی ٠ هغه په هيڅوجه پکښی نه ځايئږی ٠ نو تاسی بايد ما ته په عملی توګه وښيی او زه ښه پوه شم بيا ستاسو د يوه پر خبرو باور وکړم ٠ ليوه د بزګر غوښتنه ومنله ٠ په دی توګه ( دونګ ګو ) بيا په رسۍ ليوه کلک وتاړه او په کڅوړه کښی يی واچاوه ٠ په دی وخت کښی سابقه دار بزګر د کڅوړی خوله سخته وتړله او ( دونګ ګو) ته يی وويل چه ليوه حتما انسان خوری چه اصلی طبيعت يی هيڅکله نه بدليږی ٠ ته چه پر ليوه باندی مهربانی کوی ډير نا پوهه يی ٠ وروسته دغه سابقه دار بزګر په کلنګ ظالم ليوه وواژه ٠

په دی وخت کښی ( دونګ ګو ) پوه شو او له بزګر څخه يی زياته مننه وکړه ٠ اوس د ( دونګ ګو ) صاحب او ( جونګ شان ) ليوه له کلمو څخه په چينايی ژبه کښی ٢ اصطلاحګان جوړ شوی دی ٠ يعنی ( دونګ ګو ) صاحب هغه سړی ته ويل کيږی چه د سموالی او ناسموالی تميز نه کوی ٠ او ( جونګ شان ) ليوه ناشکره سړی بلل کيږی ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10