CRI Online
د وايلين په شمول د موسيقی الې

بان هو

(( بان هو)) يو ډول دوتار دی او خلک ور ته (( بانګ هو )) او (( چين هوا )) هم وايی . د چين له نورو همدغو موسيقی الاتو په مقايسه د غږ او أواز ډيروالی ، د غږ کيفيت يی ښکليتوب او صافوالی د بان هو يو څرګند خصوصيت ګڼل کيږی .

تقريبأ دری سوه کاله دمخه چينايانو د بان هو په وسيله د موزيک په غږولو پيل وکړ . په پيل کی د چين په شمال کی د خه بۍ ، خه نان او شيان سی په ولايتونو کی په محلی اوپراګانو کی استعماليدل .

په پيل کی (( بان هو )) په عمده تو ګه د چين په شمالی سيمه کی د خه بی ، خه نان ، شيان سی او داسی نورو سيمو د زياتو محلی اوپراګانو کی استعماليدل . له دی امله چه د موسيقی نوموړی اله د چين له بيلا بيلو اوپراګانو او د(( چو يی )) په نامه نورو هنری پروګرامونو سره ژوری او نژدی اړيکی لری ، نو په نوموړی ساحه کی خپل ځانګړيتوب او غوره والی ښه څرګندولی شی .

د نوی چين د جوړيدو نه راوروسته د موسيقی د کارکوونکو د کوښښونو له لاری د بان هو د جوړولو تخنيک لوی انکشاف موندلی او زيات نوی ډولونه د بان هو د موسيقی الاتو په ډله کی شامل شوی دی . اوس بان هو د چين د ملی موسيقی په ارکستراګانو کی د ضروری ځانګړی موسيقی الی په توګه استعماليږی .


1  2  3  4  5  6