CRI Online
د وايلين په شمول د موسيقی الې

د ارهو په نامه موسيقی اله

د (( ار هو)) په نامه موسيقی اله په چين کی يو ډير نامتو تاريزه اله ده او دميلاد له اوومی پيړۍ نه نيولی تر لسمی پيړۍ پوری د چين د تانګ د سلسلی په دوره کی موجوده وه . په هغه وخت کی د چين د شمال لويديځ د ملی اقليتونو د خلکو په منځ کی زياته استعماليده او د څه د پاسه يو زر کالو په انکشافی بهير کی نوموړی موسيقی الی تل د ډرامو او اوپراګانو په موزيک کی رول لوبولی او لوبوی يی .

له دی امله چه د ار هو په نامه دغه ډول دوتار په أسانه توګه جوړيږی او زده کيږی ، دغه راز غږ يی هم ښکلی دی او د انسان له اواز او غږ سره مشابه لری ، نو چينايان ورسره ډيره مينه لری او د چينی وايلين شهرت يی ترلاسه کړی دی . د انسان د احساساتو د څرګندولو په ترڅ کی ورڅخه زياته استفاده کيږی .

په ١٩٤٩ کال کی د چين د ولسی جمهوريت دجوړيدو نه وروسته د ار هو په نامه د موسيقی الی جوړونی ، اصلاح او غږونی انکشاف موندلی او د موسيقی له نورو الو سره د همکاری نه پرته ، نوموړی اله پخپله سولو هم ترسره کولای شی او د سندرو او نڅاؤ او اوپراګانو په شمول زياتو هنری ساحو کی هم استعماليدای شی ، په تيره بيا د چين په ملی ارکسترايی موزيک کی د لويديځو هيوادونو د وايلن په شان (( ار هو )) د اصلی الی په توګه رول لوبوی .


1  2  3  4  5  6