CRI Online
د وايلين په شمول د موسيقی الې

د نيو تۍ چين په نامه تاريزه اله

(( د نيو تۍ چين )) د چين يوه ډول لرغونی ولسی تاريزه اله ده او د چين په جنوب کی د ګوای جو په ولايت ، د ګوانګ سی د ځوانګ قوم په خودمختاره سيمه کی او د هو نان ولايت د دونګ قوم د اوسيدونکوپه سيمه کی زيات استعماليږی . ددی تاريزه الی وجود نری او اوږد ښکاری او شکل يی د غوا د ورون په شان دی ، نو په دی وجه خلکو د نيوتۍ چين نوم ورکړی دی چه (( نيو )) په پښتو ژبه د غوا په ورون معنی راځی .

د خلکو په منځ کی د نيوتۍ چين په نامه د موسيقی اله اکثرأ پخپله جوړه او استعماليږی ، نو په دی وجه د دی الې د جوړيدو مواد او کچې هم بيلا بيلی دی . د اوږدی مودی راهيسی د دونګ قوم خلکو د نوموړی موسيقی الی د غږونو د غنی کولو لپاره په پر له پسی ډول هغه تر اصلاح او نوی والی لاندی راوستلی دی . د اصلاح شوی (( نيوتۍ چين )) د غږ د تقويت وسيله پراخه شوی او نوری زياتی برخی يی هم نوی شوی دی .

دهونان ولايت د دونګ قوم د خلکو په کلتوری ژوندانه کی نوموړی تاريزه اله مهم رول لوبوی اوغالبأ هر زلمی دغسی موسيقی اله لری . او د اخترونو په ورځو يا د زراعتی فعاليتونو د پای ته رسيدو په وخت کی دوی د نيو تۍ چين په وسيله موزيک غږوی او سندری وايی .


1  2  3  4  5  6