CRI Online
د وايلين په شمول د موسيقی الې

د ګاو هو په نامه تاريزه اله

((ګاو هو)) يو ډول دوتار دی او د (( ارهو)) په نامه د دوتاريزی الی د اصلاح نه وروسته جوړ شوی دی . ددغه ډول دوتار رامنځ ته کيدل د چين په جنوب کی د ګوانګ دونګ له ولسی موسيقی سره نژدی اړيکی لری .

د ګوانګ دونګ موسيقی د چين د جنوبی سيمی د ګوانګ دونګ په سيمه کی د فولکلوری موسيقی الاتو په وسيله غږول کيږی او په پيل کی په محلی اوپراګانو او فولکلوری موزبک کی اوريدل کيدل . پخوا د ګوانګ دونګ په موسيقی کی د موسيقی نوموړی اله نه وه ، د تيری پيړۍ د شلمی لسيزی په شاوخوا کی د ګوانګ دونګ د موسيقی کمپوزر او غږونکی ښاغلی لو ون چينګ د ارهو په نامه د يو ډول دوتار د اصلاح نه وروسته (( ګاو هو )) په نامه موسيقی اله جوړه کړی ده . د دغه ډول موسيقی الی غږ صاف او هسک ښکاری او په ډير لنډ وخت کی د ګوانګ دونګ د محلی موزيک په غږولو کی ډيره مهمه او اصلی اله ګرځيدلی ده

د (( ګاو هو )) په وسيله د موزيک په غږولو سره د ښځو په جګ أواز سره د سندرو د ويل کولو په شان دی . نو په دی وجه د چين په ملی فيلهارمونيک سمفونی ارکسترا کی نوموړی موسيقی الی ته مهم ځای ورکول کيږی . دغه راز دغه ډول موسيقی اله د موزيک په زياتو ساحو کی استعماليدای شی


1  2  3  4  5  6