CRI Online
د وايلين په شمول د موسيقی الې

د (( ماتو چين )) په نامه موسيقی أله

د (( ماتاوچين )) په نامه موسيقی أله د چين د ملی اقليتونو په اړه د مغولی قوم يوه ډول ځانګړی تاريزه أله ده . له دی امله چه د نوموړی تاريزی الی د پاسنی برخی شکل د أس د سر په شان دی ، نو خلک ور ته د ((ما تاو چين )) وايی . (( ماتاو )) په پښتو ژبه د أس سر په معنی راځی . دغه ډول موسيقی اله هان د ١٣ پيړۍ په لومړنيو کلونو کی د مغولی قوم د خلکو په منځ کی خپره شوه او يوازی په بيلا بيلو سيمو کی د هغی نومونه ، شکلونه ، او د غږولو طريقی هم بيلی بيلی دی . مثلأ د داخلی مغولستان په لويديځ کی ورته ((مولينهور)) او په ختيځه سيمه کی (( چار)) ويل کيږی .

د (( ماتاو چين )) د غږ د تقويه کولود وسيلی شکل اندرپايه زينه ده او تارونه يی خپل ځانګړيتوب لری چه د أس د لکۍ د شل ګونو اوږدو ويښتانوڅخه جوړ شوی دی .

په پيل کی د ماتاو چين په نامه د موسيقی اله د غږونکو لخوا پخپله جوړيدله او د اواز د ضعيفوالی له امله يوازی او يوازی په کوټه کی استعماليدله . د عصر د ترقۍ په څنګ کی د چين د موسيقی د الاتو د جوړونکو د اصلاح نه وروسته د نوموړی الی د غږ ساحه پراخه او پياوړه شوی او تارونه يی د أس د لکۍ پر ويښتانو پر ځای له نايلون څخه جوړشوی دی . په دی توګه په هنری صحنه او د سالون په بهر کی د نوی الی په وسيله غږول شوی موزيک هم ډير ښه اغيزه لری او د موسيقی له هغو ډيرو مهمو الو څخه شميرل کيږی په هنری کنسرت کی مغوليان د هغی په وسيله غږوی .

سربيره پردی د موسيقی الاتو جوړونکو د خپلو زيارونو له لاری منځنی او لوی ډوله ماتاو چين هم جوړ کړی دی او د دغه دوه ډوله الو د غږولو طريقه د لويديځو هيوادونو د سپينش او ټيټ غږونکی تاريزی الی سره مشابه لری .


1  2  3  4  5  6