CRI Online
د وايلين په شمول د موسيقی الې

د لۍ چين په نامه موسيقی اله

(( لۍ چين )) يوه ډول تاريزه اله هم ده او بل نوم يی (( لۍ هو )) دی . دغه ډوله موسيقی اله د شلمی پيړۍ په شلمه لسيزه کی نوی منځ ته راغلی ده .

د چين د شان دونګ ولايت د وين چينګ د ولسوالی کليوالی ممثل چه وانګ ديان يو نوميږی ، د (( جوۍ هو )) په نامه د تاريزی الی پر اساس د لۍ هو په نامه نوی تاريزه اله جوړه کړی ده .

د کوچنيتوب په وخت کی د وانګ ديان يو دوی سترګی د کوی او چيچک د ساری ناروغی په اثر ړندی شوی او له ځينو استادانو څخه يی د ((جوۍ هو )) او داسی نورو موسيقی الو د غږولو په زده کړی پيل وکړ ، دده د هوښياری او زيارونو له امله هغه د ((جوۍ هو)) په وسيله د ولسی سندرو او محلی اوپراګانو په اړه د موزيک د غږولو د مهارتونو او توان خاوند شو . د شلمی پيړۍ د دوهمی لسيزی په وروستيو کلونو کی ښاغلی وانګ ديان يو د نوموړی الی د اصلاح پر اساس په ١٩٥٣ کال کی يو ډول نوی اله رامنځ ته کړه چه نوی يی (( لۍ چين )) دی .

د موسيقی ددغه ډول نوی الې غږ د (( دۍ هو )) په نامه له پخوانی الی څخه لا زيات ، ښکلی او سلسله يی لا پراخه ښکاری . د موسيقی دغه ډول نوی اله د غږونو په بيلا بيلو ساحو کی خپل رول لوبولی شی او د تاريزوالو او ضربی سازونو په وسيله غږونه کيږی .


1  2  3  4  5  6