CRI Online
د چين د نشراتو پوهنتون د پښتو ښوونکی ملالی
لس کاله مخکې بېجينګ ته راغلم او د پښتو ژبې په زده کولو مې پيل وکړ او له پنځو کلونو وروسته د دغې خوږې ژبې د يوې ښوونکې په توګه مې په دنده پيل وکړ، زه به تر وروستي حده پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د لا نژدې کولو په برخه کې خپل خدمتونه ترسره کوم.......
د چين د نړيوالې راډيو د پښتو څانګې استاذه سياو بينګ(Xiao Bing)
هيله ده چې په افغانستان کې بشپړه سوله ژر تر ژره رامنځته شي او ټول خلک بيا له ارامۍ اونيکمرغۍ نه په ډکه فِضا کې ژوند وکړی...
د چين د لو يانګ د بهرنيو ژبو د پوهنځي د پښتو ښوونکې مينه 
هيله ده چی په افغانستان کی سوله ژر ژر رامنځته شی ، ترڅو افغانان د سولې تر سيوري لاندې آرام او خوښ ژوند تيروي ...
 ين د لو يانګ د بهرنيو ژبو د پوهنځي د پښتو ښوونکې وانګ جينګ(Wang Jing) 
د دې نوی کال په پيل کی هيله لرم چی سوله او ارام ژر تر ژره افغانستان ته راشي او زما افغان دوستان روغ او امنی اوسي ...
ښاغلی پروفسير چه هونګ څای(Che Hongcai)
د چين او افغانستان د رسمي اړيکی ټينګېدو د ٥٥ کاليزې په در شل ، د زړه له کومی هيله لرم چه سوله او نيکمرغی به د افغانستان پرخلکو وي او د دواړو خلکو ترمنځ صيميمانه دوستي به ورځ په ورځ ټينګه شي...
ښاغلی پروفسير جانګ مين( Zhang min )
د چين هېواد له افغانستان سره دوستانه روابط لرلي دي او لري يې. اوس په کابل او نورو ځايونو کې د چينايانو شمېر د پخوا په نسبت ډېر زيات شوی دی، همدارنګه چين ته د افغانانو تګ راتګ هم ډېر دی. دا ټول د دواړو هېوادونو د دوستۍ او همکارۍ د روابطو نژدېوالي نومونه ده. هيله لرم چې دغه روابط د دواړو هېوادو د خلکو په ګټه نورهم قوي شي......
د چين د نړيوالې راډيو د پښتو څانګې استاذ جانګ جاو(Zhang Zhao)
دچين اوافغانستان دخلکوترمنځ دوستانه تګ راتګ ډېره پخوارامنځته شوی اوژوره دوستي يې ټنيګه شوې ده،څلويښت کاله کيږي چې مادسي ارای يادچين دنړېوالې راډيو د پښتوڅانګې ديوه کارکوونکي په توګه دچين اوافغانستان دخلکو ترمينځ د دوستی د ټينګتيا او پياوړتيا لپاره کارکړی او د پښتوخپرونې په وسيله مې ددواړو هېوادونودخلکو ترمينځ دمتقابلې پيژندګلوي لپاره کوششونه کړي دي ، زه له خپلو کارونو څخه ډېره خوښي اووياړه څرګندوم ...
د چين د نړيوالې راډيو د پښتو څانګې استاذ جيانګ جي چيانګ(Jiang Zhiqiang)
د چين او افغانستان ترمنځ د سياسي اړيکيو د ټينګښت پېنځه پنځوسمې کليزې په موقع کې استاذ جيانګ لومړی خپله مبارکی وويله او بيا يې د دواړو هېوادونو او خلکو ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ د پياوړتيا او د افغانستان د بيا رغاونې د ګړندېتوب هيله څرګنده کړه ...