CRI Online
د چين نامتو پوهنتونونه

د چين د عالي مدرسو لنډ معلومات

د وروستيو کلونو راهيسې د چين په عالي مدرسو کي د زده کوونکو د منلو شمير د زياتيدو په حال کي دي چه شمير يي د نولس سوه اته نويم کال نه څو چنده زيات شوي او شلو مليونو تنو ته رسيدلی دی ، دغه راز په عالي مدرسو کي د زده کوونکو د منلو ميزان هم په سلو کي له لسو نه اوولسو ته لوړ شويدی .

اوس په چين کي تقريبا درې زره عالي مدرسې شته چه يو زرو دري سوه يي معمولي مدرسې دي او يو زرو دوه سوه يي د ټولنې لخوا جوړ شوي دي او نور پنځه سوه يي د لويانو د زده کړې دپاره جوړ شويدي . د چين لوړه ښوونه په حرفوي ښوونه ، د ليسانس ، د ماستر او دکتور د فوق ليسانس ښوونو ويشل کيږي .

د چين په عالي مدرسو کي د واحد سيستم اجرا کيږي چه حرفوي دوره دري کاله دي ، د ليسانس دوره څلور کاله ، د ماستراو دکتور د فوق ليسانس دوره په جلا جلا توګه دوه او درې کاله دي .

د چين زياتره عالي مدرسې دولتي دي او څيړونکي او جامع مدرسې په دولتي معمولي پوهنتونونواو پوهنځيو کي پرتې دي . د وروستيو کلونو راهيسې د ټولنې لخوا جوړې شوي عالي مدرسې زياتې شوي او پيمانه يي هم پراخه شويده ، خو تحصيلي سويه يي د دولتي عالي مدرسو په نسبت يوه اندازه فاصله لري .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11