فو دان پوهنتون
فو دان پوهنتون چه د چين په لومړي لوي صنعتي او تجارتي ښار شانګهاي کي پروت دی ، د چين له هغو جامع پوهنتونونو څخه شميرل کيږي چه د اجتماعي او طبيعي علومو تعليمات يي ډير شهرت لری ، دغه راز نوموړي پوهنتون د چين د ډيرو لرغوني پوهنتونونو څخه هم عبارت دی .
فو دان پوهنتون يو داسي جامع پوهنتون دی چه د انساني ، اجتماعي ، طبيعي ، تخنيکي ، اداري او طبي علومو پوري اړه لري ، پرته له دې نه د خارجي ژبو ، اطلاعاتو ، د ژوندي علم ، طب او سوفت وير په شمول پنځلس پوهنځي شته چه پکي دوه اويا څانګې ، پنځه شپيته څيړونکي سازمانونه او يو نوي څيړونکي مرکزونه شته ، نن ورځ فو دان پوهنتون په بين المللي ساحه کې يو اغيزه من علمي مرکز هم دي او د ديرشو هيوادو او سيمو د دوو سوو عالي مدرسو او څيړونکو سازمانونو سره يي د همکاري او تبادلې روابط ټينګ کړيدي .
او په فو دان پوهنتون کي پنځه ويشت زره تنه زده کوونکي او يو زرو شپږ سوه پنځوس تنه خارجي زده کوونکي شته . که تاسي ددي پوهنتون په باب زيات معلومات لاس ته راوړي ، نو ددي پوهنتون د انترنيت څخه اخيستې شي چه د انترنيت ادريس يي دا دی __
http://www.fudan.edu.cn/
|