CRI Online
د چين نامتو پوهنتونونه

وو هان پوهنتون

وو هان پوهنتون د مرکزي چين د هو بي ولايت په مرکز وو هان ښار کي واقع دی اوداسي جامع پوهنتون دی چه علمي څانګې يي ډيرې بشپړې دي . اوس نوموړي پوهنتون د فلسفې ، اقتصاد ، قانون ، ښوونې ، ادبياتو ، تاريخ ، د کانفوسيوس د مکتب څخه د رامنځته شوي فلسفې ، صنايعو ، کرنې ، طب ، ادارې د علومو په شمول يو سلو پنځه تخصصات ، پنځه زره تنه استاذان او پنځه څلويښت زره تنه زده کوونکي لري چه دوولس زره تنه د فوق ليسانس درجي د تر لاسه کولو دپاره کوشش کوي . د وروستيو کلونو راهيسې د وو هان پوهنتون لخوا دري سوه تنه نامتو خارجي پوهان او سياستمداران د افتخاري پروفيسرانو په توګه استخدام شوي او د شپيتو هيوادو او سيمو د دوو سوو عالي مدرسو او علمي ارګانونو سره يي د همکاري او تبادلي روابط ټينګ کړيدي .

وو هان پوهنتون د جيا لو غره په لمن کي پروت دی او طبيعي منظرې يي ډيرې ښکلي دي ، ددې پوهنتون د انترنيت ادريس دا دی __

http://www.whu.edu.cn/


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11