جونګ شان پوهنتون
جونګ شان پوهنتون چه د جنوبي چين د ګوانګ دون ولايت په مرکز ګوانګ جو ښار کي پروت دی ، يو جامع پوهنتون دی او په نولس سوه څليرويشتم کال کي د چين د ديموکراتيک انقلاب د مشر ډاکټر سون يي سين لخوا جوړ شو .
جونګ شان پوهنتون د انساني علومو پوهنځی ، د لين نان پوهنځی ، د رياض او محاسبې پوهنځی او د جونګ شان د طب پوهنځی په شمول نولس پوهنځي شته چه نهه اويا تخصصات لري ، په دي پوهنتون کي ډير مترقي او بشپړ لابراتوارونه او د علمي څيړنې مرکزونه شته ، په نانجينګ پوهنتون کي يو څلويښت زره تنه زده کوونکي سبق وايي چه پکي پنځه زره څلور سوه څلويښت تنه د ماستري درجې او يو زرو نهه سوه اويا تنه د دکتوري درجي د لاس ته راوړلو دپاره کوشش کوي ، دغه راز نژدي څلور سوه پنځوس تنه خارجي زده کوونکي هم پکي شته . د لين نان پوهنځي په چين کي د نويو ودانيو ښکلي طبيعي منظرو او بشپړو تعليمي تجهيزاتو او وسايلو په درلودلو سره په چين کي ډير مشهور دي ، ددې پوهنتون کتابخانه په جنوب ختيځ چين کي د ساتل شويو کتابونو د شمير له نظره ډيره لويه کتابخانه ده .د جون شان پوهنتون د انترنيت ادريس دا دی __
http://www.zsu.edu.cn/
|