CRI Online
د چين نامتو پوهنتونونه

بيجينګ پوهنتون

بيجينګ پوهنتون په چين کي داسي مشهور دولتي عالي مدرسه ده چه د اجتماعي او طبيعي علومو د ښوونې او څيړنې سويه يي ډيره لوړه ده . نوموړي پوهنتون په اتلس سوه اته نويم کال کي جوړ شو او د چين له لرغوني عالي مدرسو څخه شميرل کيږي .

د سلو کالو د پرمختګ نه وروسته اوس په بيجينګ پوهنتون کي د انساني ، ټولنيزو ، د کانفوسيوس د مکتب څخه د رامنځته شوي فلسفې ، انفرميشن ، انجنيري او طبي علوموپه شمول پنځه تعليمي اکاډمي ، دوه څلويښت څانګې ، دوه سوه شپاړس څيړونکي مرکزونه ، اتلس وابسته او تعليمي روغتونونه شته . بيجينګ پوهنتون د چيني ژبې ، غربي ژبو ، تاريخ ، فزيک او بيولوژۍ څانګې په نړۍ کي ډير شهرت لري .

نن ورځ په بيجينګ پوهنتون کي پنځلس زره تنه محصلين شته او دوولس زره تنه د ماستر او دکتور د علمي درجو د لاس ته راوړلو دپاره په زده کړه بوخت دي . پرته له دې نه په دي پوهنتون کي ډير زيات خارجي زده کوونکي هم شته . د بيجينګ پوهنتون کتابخانه په أسيا کي لومړي لويه کتابخانه ده او شپږ مليونه دوه لکه نوي زره جلده کتابونه ساتل شوي دي . که تاسي ددې پوهنتون سره زياته علاقه ولري ، نو ددي پوهنتون د انتر نيت له ستيشن څخه لا زيات معلومات لاس ته راوړي شئ .ددی ستيشن ادريس دا دی ___

http://www.pku.edu.cn/


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11