CRI Online
د چين نامتو پوهنتونونه

چين هوا پوهنتون

چين هوا پوهنتون د چين په مرکز بيجينګ کي پروت دی او په چين کي داسي ډيره نامتو جامع او څيړونکي عالي مدرسه ده چه د طبيعي او انجنيري علومو په اړه عالي رتبه بااستعداده پرسونل روزمن مرکز دی .

اوس په چين هوا پوهنتون کي د انجنيرۍ ، معمارۍ ، اوبو لګولو ، ماشين الاتو ، انفرميشن ، فلسفې ، عدليي ، نقاشۍ ، عامه ادارې ، عملي تخنيکونو په شمول يوولس پوهنځي شته چه پکي څلور څلويښت څانګې موجودي دي . ددي پوهنتون د معمارۍ څانګه په چين کي ډير شهرت لري . د وروستيو شلو کالو راپدي خوا چين هوا پوهنتون په دي هڅه کي دی چه په جامع پوهنتون بدل کړي .

اوس په چين هوا پوهنتون کي اوه زره يو سل تنه استاذان او کارکوونکي او شل زره تنه زده کوونکي شته چه دوولس زره تنه يي د ليسانس درجې د لاس ته راوړلو دپاره کوشش کوي . د چين هوا پوهنتون نه يوازي په چين کي بلکې په نړۍ کي هم له دې امله ډير شهرت لری چه علمي سويه يي لوړه او تعليمي کيفيت يي ښه دی . ددی پوهنتون د انترنيت ستيشن ادريس دا دی __

http://www.tsinghua.edu.cn


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11